اردوغان: امریکا مجبوره ده، چې د ترکیې او فتح الله ګولن ترمنځه یو انتخاب کړي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۱) زرغون خوږیاڼی

پرون د ترکیې په پلازمینه انقره کې  د ولسمشرۍ د ماڼۍ په مخکې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو، چې په کې زرګونو تنو برخه اخیستې وه، چې د اردوغان د دیموکرسۍ نوبت وروستۍ غونډې ته راټول شوي وو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره شپه ولسمشرۍ ماڼۍ  په مخکې راټولو شوو په لسګونو زرو تنو ترکیانو ته  وینا وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې د تیرو ۲۷ شپو راهیسې روان د ډیموکراسۍ  نوبت  پایته  رسو.

په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې د کودتا د ناکامې هڅې نه وروسته  پيل شوې د دیموکراسۍ  نوبت  تیره شپه  د ترکیې په یو زیات شمیر ښارونو کې  د سلګونو زرو تنو په ګډون  د ځانګړو مراسمو سره  پایته ورسید.

په تیرو ۲۷ شپو کې  د ترکیې په ۸۱ ولایتونو کې په سلګونو زرو تنو د ډیموکراسۍ د نوبت او د ترکیې د ناکامې کودتا غندلو په خاطر شپې په میدانونو کې سبا کولې.

اردوغان خپلو خلکو ته په وینا کې وویل، چې د کلونو کلونو راهیسې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د بې عدالتۍ، ریاکارۍ، ناحقو تهمتونو او بې قانونۍ سره مبارزه کوو؛  خو  دې ترهګریز  سازمان  دا ځل  د بې ګناه انسانانو په وینو لاسونه سره کړل او د وطن سره  یې خیانت وکړ. اردوغان وویل چې ترک ملت هر څه بښلی شي؛ خو خیانت نه بښي.

اردوغان د امریکا په اړه وویل: « وخت وي او که ناوخته امریکا  مجبوره ده، چې یو انتخاب وکړي. امریکا  مجبوره ده چې د ترکیې او لوی ترهګر فتح الله ګولن ترمنځه یو انتخاب کړي».

اردوغان په خپله وینا کې د ناکامې کودتا ورځ د خپلواکې ورځ ونوموله: « په ترکیه کې انقره یواځنی ښار و، چې د چا لخوا اشغال شوی نه وو، د همدې امله يي د خپلواکۍ ورځ  نه درلوده؛ خو  نن ورځ  انقرې هم  د خپلواکۍ  ورځ پیدا کړه. ددینه وروسته د جولای ۱۵ مه د انقرې د خپلواکۍ ورځ  ده».

اردوغان وویل، اوس د ګولن ترهګریز سازمان د خیانت نوبت د پي کا کا ترهګرې ډلې ته تسلیموي او هغه بیا د داعش ترهګرې ډلې ته نوبت ورکوي.

ولسمشر اردوغان  ټولو هغو ترکیانو نه، چې  د کودتاچیانو پلان يي ناکامه کړ او د تیرو ۲۷ شپو راهیسې یې شپې په میدانونو کې سبا کړې  د زړه له کومې مننه وکړه.

د غونډې په پای کې ولسمشر اردوغان وویل: ((الله  تبارک و تعالی  دې زمونږ  د ملت او وطن  حفاظت وکړي)).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button