لیکوال : م ، نجم الرحمن (فضلي)
د احرام واجبات
(۱) له خپل ميقات څخه د احرام تړل.
(۲) د احرام له هغو ټولو ممنوعاتو څخه د ځان ساتل د کومو له امله چې دَم لازميږي ([1]).
د احرام سنت
(۱) د حج په مياشتو کې احرام تړل.
(۲) د خپل هيواد له ميقات څخه احرام تړل، کله چې له هغه څخه تيريږي.
(۳) غسل يا اودس کول.
(۴) د څادر او لنګ استعمالول.
(۵) دوه رکعته نفل کول.
(۶) تلبيه ويل.
(۷) دری ځلې تلبيه ويل.
(۸) په لوړ آواز تلبيه ويل.
(۹) خوشبو لګول، يعنې د احرام له نيت کولو مخکې ([2]).
د احرام ممنوعات
هغه شيان چې د احرام په حالت کې منع دي اته دي :
(۱) د خوشبو استعمالول.
(۲) د ګنډل شويو جامو اغوستل.
(۳) د سر او مخ پټول.
(۴) د ويښتانو ليرې کول.
(۵) د نوکانو پريکول.
(۶) کوروالی کول.
(۷) د حج له واجباتو څخه د کوم واجب پريښودل.
(۸) د وچې د ځناور ښکار کول.
او د حرم جنايتونه دوه دي :
(۱) د حرم ځناور ته تکليف رسول او ښکار کول.
(۲) د حرم د ونو او وښو پريکول ([3]).
د احرام مسايل
د احرام په حالت کې د ښکار ممانعت
پوښتنه : د احرام په حالت کې د وچې له ښکار څخه منع شوې او د دريابي ښکار نه ده شوې دا ولې؟.
ځواب : الله تعالی جل جلاله داسې فرمايلي )اُحِلَّ لَکُمۡ صَیۡدُ الۡبَحۡرِ وَطَعَامُہٗ مَتَاعًا لَّکُمۡ وَ لِلسَّیَّارَۃِ ۚ وَ حُرِّمَ عَلَیۡکُمۡ صَیۡدُ الۡبَرِّ مَا دُمۡتُمۡ حُرُمًا ( ([4]) الله تعالی جل جلاله حاکم هم دی او حکيم هم دی، د هغه جل جلاله له لوري د نازل شوي فرمان په قانون کې هيڅوک د چون چرا (ولې) حق نلري ) لَا یُسۡـَٔلُ عَمَّا یَفۡعَلُ ( ([5]) د بندګانو فريضه اطاعت دی ([6]).
مسئله : د احرام په حالت کې له مخ او سر سره د جامه لګول منع دي، خو د لمحه دوو لمحو لګولو په صورت کې هيڅ دَم يا صدقه نه واجبيږي ([7]).
مسئله : د احرام له تړلو مخکې په بدن باندې د تيلو لګول صحي دي، همدا رنګه د هر ډول خوشبو لګول هم روا دي، او په جامه باندې په استعمال کې يې تفصيل دا ده چې همدغه خوشبو به داسې نه وي چې له احرام وروسته د هغې جسم باقي پاتې شي، له احرام وروسته د کومې خوشبو جسامت چې په جامو باندې باقي پاتې کيږي نو د داسې خوشبو استعمال صحي نه ده ([8]).
مسئله : داسې بوتل، شربت او د ميوو رس په کومو کې چې خوشبو اچول شوې وي د احرام په حالت کې دې نه څښل کيږي، که چيرته کوم محرم يې په لږ اندازه يو ځل وڅښي نو صدقه پوره دوه کيلو غنم يا د هغو قيمت واجبيږي، او که چيرته په زياته اندازه وڅښل شي، يا لږ لږ دوه دری ځلې وڅښل شي نو دَم لازميږي، او په کوم بوتل کې چې خوشبو نه وي اچول شوې د هغه څښل روا دي ([9]).
مسئله : د احرام په حالت کې د پلاؤ، زرده يا د نورو هغو پخو شويو شيانو خوړل په کومو کې چې زغفران، لائچي يا بل ډول خوشبو اچول شوې وي نو د داسې پاخه شويو شيانو خوړل روا دي، که په هر څومره اندازه خوشبو پکې اچول شوې وي، د دې په خوراک سره هيڅ نه واجبيږي ([10]).
مسئله : د احرام په حالت کې د مخ يا د سر د خولو پاکول مکروه دي ([11]).
مسئله : د احرام لپاره د ګنډل شويو جامو استعمال صحي نه ده، د ټيټرون په احرام کې څه خبره نشته، خو په دې شرط چې ګنډل شوی نه وي ([12]).
مسئله : د هره عمره لپاره جلا جلا احرام تړل کيږي، چې احرام وتړل شي، سعی او طواف وکړی شي نو احرام خلاصيږي، بيا به تنعيم يا جعرانه ته ځي او دوباره به احرام تړي، له يوه احرام سره له يوې عمرې څخه زياتې عمرې نشي کيدلای، يعنې د طواف او سعی له کولو وروسته تر څو چې ويښتان نه وي خريل شوي يا پرې شوي احرام نه خلاصيږي، د دويمې عمرې احرام تړل هم روا نه دي ([13]).
مسئله : کوم خلک چې په هوائي جهاز کې سفر کوي، هغوی ته پکار دي چې په جهاز کې له سپريدو مخکې احرام وتړي، يا کم له کمه څادر واغوندي او کله چې د ميقات اعلان وشي نو په جهاز کې احرام وتړي، جده ته د رسيدو انتظار دې نکوي ([14]).
مسئله : تر څو پورې چې طواف زيارت ونکړی شي ښځه نه حلاليږي، ګوا که د ښځې په حق کې احرام باقي دی ([15]).
د صحت احرام لپاره تلبيه ضروري ده که نه؟
په دې د ټولو اتفاق ده چې له نيت پرته احرام نه صحي کيږي، البته په دې کې اختلاف ده چې د صحت احرام لپاره د تلبيه ويل ضروري دي او که نه؟.
د امام شافعي رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد د صحت احرام لپاره فقط نيت کافي دی، تلبيه لازمي او ضروري نه ده.
د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد په حج کې د تلبيه حکم هغه حکم ده کوم چې په لمانځه کې د تکبير تحريمې ده، لکه څرنګه چې د لمانځه په تحريمه کې هر هغه لفظ کوم چې په تعظيم باندې دلالت کوي کافي دی، خاص الله اکبر فرض نه ده، همدا رنګه د تلبيه لپاره هم کوم الفاظ چې په حديث کې ذکر شوي دي بالخصوص د هغو پيدا کول شرط نه دي ([16]).
شيخ ابن همام رحمه الله فرمايي چې د احرام په شروع (پيل) کې يو ځل تلبيه ويل شرط دي، او له دې وروسته بيا سنت دي ([17]).
همدا رنګه په دې کې د هيچا اختلاف نشته چې د تلبيه په مذکور الفاظو کې کمی کول مکروه دي، خو په همدغو کلماتو باندې د زياتي کولو په باره کې د علماء کرامو اختلاف شته دی :
د امام طحاوي رحمه الله په نزد په همدغو کلماتو باندې زيادت کول صحي نه دي ([18]) د امام شافعي رحمه الله يو قول هم همداسې دی، او ابن عبد البر رحمه الله له امام مالک رحمه الله څخه هم د کراهيت قول نقل کړی، د دوی استدلال د حضرت ابن عمر رضی الله عنه هغه روايت دی په کوم کې چې راغلي )ولايزيد علی هؤلاء الکلمات(.
د امام ابو حنيفة رحمه الله او جمهورو په نزد زيادت مکروه نه ده، بلکې زيادت مستحسن دی، ځکه چې له جمهورو صحابه کرامو رضی الله عنهماو تابعينو څخه په همدغو کلماتو باندې زيادت منقول دی ([19]) ځکه چې د حضرت ابن عمر رضی الله عنه په روايت کې زيادت منقول دی، لکه چې په هغه کې راغلي )لبيک اللهم لبيک، لبيک وسعديک والخير في يديک لبيک والرغباء اليک والعمل( لهذا ويل کيږي چې د حضرت ابن عمر رضی الله عنه په روايت کې چې کوم داسې الفاظ راغلي )لايزيد علي هؤلاء الکلمات( دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په عام عادت باندې محمول دي ([20]).
مسئله : که د احرام په حالت کې له غاښونو وينه ولاړه شي نو په دې سره احرام له منځه نه ځي، خو کوشش کول پکار دي چې د احرام په حالت کې برش استعمال نکړی شي ([21]).
([1]) ارشاد الساري، ص : ۶۲، باب الاحرام.
([3]) معلم الحجاج، ص : ۲۱۳، احکام حج، ص : ۱۶۷.
([6]) محموديه، ج : ۱۰، ص : ۴۳۶.
([7]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳ : ص : ۲۸۰.
([8]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۲۸۱ – ۲۸۲.
([9]) فتاوی رحيميه، ج : ۸، ص : ۱۰۷.
([10]) فتاوی رحيميه، ج : ۸، ص : ۱۰۸.
([11]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۰۸.
([12]) فتاوی عثماني، ج : ۲، ص : ۲۱۱.
([13]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۱۱.
([14]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۱۵.
([15]) آپکي مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۲۹.
([16]) بداية المجتهد، ج : ۱، ص : ۳۳۷، فتح الباري، ج : ۳، ص : ۴۱۱.
([17]) التعليق الصبيح، ج : ۳، ص : ۱۸۶.
([19]) نصب الراية، ج : ۳، ص : ۲۴ – ۲۵.
([20]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۴۱۹ – ۴۲۰.


















