خوږو ته خواږه او ترخو ته تراخه

ویسا:

چک برېښنا کوټ او په رغولو کې یې ستونزې

کابل تکی کام:

هو نو! تر څو پورې چې شوړه پکی نه وي ترلاسه شوي نو دا ستونزي به موجودې وي

اراده:

بېوسه ولس د بې رحمه جنګ د اور په لمبو كې

ما ترک قوم الجهاد فی سبیل الله الا ضربهم الله بالذل. ابوبکر الصدیق.

یعنی کوم قوم چی جهاد پریښی هغه خدای تعالی ذلیل کوي.

ویسا:

د هېلمند په اړه اندېښنې رښتيا شوې؟!

کابل ټکی کام:

د ټول افغانستان په هکله به هم اندیښنې رښتیا شي.

ناټو:

افغانستان کې د داعش ډلې زور ختم شوی

کابل ټکی کام:

دا لا ختم دی؟! په دهمزنګ کې خو یې په همدې نږدې وخت ۱۰۰ انسانان ټوټې ټوټې کړل، که زور یې ختم نه وی نو به څه حال و؟

ویسا:

کمپاین ځواکونو په خوست کې دوه ماشومان وژلي او ١٥ ملکي وګړي یې ټپيان کړي

کابل ټکی کام:

دومره مرګ ژوبله خو د هغوی یو وار نصوارهم نه دي!.

یوناما:

له افغانستان نه د غلا شويو او په بهرنیو بانکونو کې ذخیره شويو پیسو په راګرځولو کې مرسته کوو.

کابل ټکی کام:

عجیبه ده، په غلا کولو کی هم مرسته او په راګرځولو کې هم مرسته؟ غله ته وایې غلا کوه او د کور مالک ته وایې بیدار اوسه.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال:

تېره یوه میاشت کې ۳۵ سوداګر تښتول شوي

کابل ټکی کام:

د لوړ پوړو چارواکو خیټه بیا غوړه شوه که خیر وي.

وزارت خارجۀ امریکا:

طالبان با پیوستن به روند صلح بخشی از سیستم مشروع سیاسی افغانستان شوند

کابل ټکی کام:

کدام مشروع؟! مشروع سیاسی اسلامي یا مشروع سیاسی امریکایی؟؟

مقامات غور:

حدود ۴۰۰ سرباز در پسابند غور در محاصره گیر مانده‌اند

کابل تکی کام:

زمریانو ته غوښې رسیږي.
۸صبح:

چاه كن در چاه است!

کابل ټکی کام:

مثل استاد ربانی، مسعود و مزاري

هیواد:

زموږ ناخوالې د پرديو د نامردانه تېريو زيږنده دي

کابل ټکی کام:

نه ! بلکه زمونږ ناخوالې زمونږ د بې اتفاقۍ زیږنده دي، باید د خپل بام واورې د بل په بام ونه غورځوو. که چیرې مونږ په اتفاق وای نو ځواکمن به و او چې ځواکمن وای نو پردیو پر مونږ هیڅ ډول تیری نه شو کولای.

اراده:

اصلي ستونزه ناتوانه او د ولس له اعتماده بې برخې حكومت دى

کابل ټکی کام:

څه شف شف کوې؟  باید سم شفتاولو او په ډانګ پییلې یې ووایی چې: اصلي ستونزه د غلام او د پردیو په لاس د جوړ شوی لاسپوڅی حکومت دی.

ویسا:

له پامه لويدلي لومړيتوبونه؛ د بدمرغيو او غميزو دوام

کابل ټکی کام:

یعنی د شهیدانو آرمانونه هیرول او په عیاشۍ او حرامخورۍ اخته کیدل او بالآخره د پردیو د غلامۍ چغ په غاړه ایښودل.

هیواد:

ایا افغانستان سیلانیانو ته خوندي ځای دی؟

کابل ټکی کام:

چې پخپله افغانانو ته خوندي ځای نه وي نو سیلانیانو ته به څه خوندي وي، کاکا!

انیس:

چرا گریز از تدویر لویه جرگه؟

کابل ټکی کام:

بخاطریکه این لویه جرګه ها زیر قوای امریکا و ناتو است.

هیواد:

چرګه مې ناجوړه ده؛ بهانه مې ورته جوړه ده

کابل ټکی کام:

یعنی اوبه خړول او ماهیان پکې نیول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button