ډاکټر فصيح الله عمرزى
دانسان په بدن يا وجودکې د هر غړي ځانګړې دنده ترسره کوي، چې په بدن کې يو غړى له لاسه ورکړل شي، نورو ټولو غړو ته ېې لکه څرنګه چې درد محسوسيږي دارنګه ېې کمښت هم محسوسيږي.
د انسان په بدن کې دالله تعالى لومړى او ستر نعمت سترګې دي، له سترګو وروسته د انسان ژوند د هر غړي د فعاليت سره تړلى دى، چې تر ټولو غړو د انسان د سترګو ساتنه د هوسي ژوندپه خاطر لازمي ده.
د مخه به ويل کيدل چې څوک د پاخه عمر خاوندان شي د سترګو نظر له لاسه ورکړي، خو اوس د دې نظر خاوندان کم شوي دي، ټولنه کې دا شعور رابيداره شوی دى، چې د بدن د هر غړي په ساتنه ژوندته هوساينه وربخښل کيږي.
روغتياپوهان دسترګو په ساتنه او دسترګو د ناروغيو وقايوي درلمنې ته زيات اهميت ورکوي او وايي، چې لومړي بايد انسان کوښښ وکړي چې پاملرنې په صورت کې دسترګو په ناروغۍ اخته نه شي او که کوم انسان ته دسترګو ناروغي ور پېښه شي، لومړي بايد دسترګو پوه ډاکټر ته مراجعه وکړي ترڅو دسترګو ناروغي ېې د زياتيدو دمخه کنترول کړل شي.
دسترګو پړسوب، د سترګو خارښت، دسترګو سوروالى، د سترګو څخه د اوښکو بهيدل، د سترګودرد، دسترګو د نظر کميدل، دشپې لخوا په سترګو نه ليدل،د لمر يا د ورځې پرمهال د سترګوب ريښيدل داټول هغه څه دي چې هر انسان ورسره مخ کيدونکى دى، خو څه وخت چې انسان ديادو ستونزوسره مخ شي بايد د خپلوسترګو له درملنې ځان بې غمه نه کړي.
دمخه به يواځې د زيات عمره کسانو په سترګو پردې راتلې؛ خو اوس روغتياپوهان وايي چې پر سترګو پردې په کم عمرۍ کې هم راځي چې دکم عمره ماشومانو د سترګو د پردو کچه کمه ده.
روغتياپوهان پدې نظر دي، چې لومړ بايد دسترګو غوره معاينه وشي، چې د پردو د راتلو موده دعملياتو قابل ده او کنه، که دسترګو پردې قابل دعملياتو نه وي مريض بايد تر عملياتو پورې دخپلو سترګو سره ډيره پاملر نه وکړي ترڅو د پردو په دوران کې ېې سترګې په نورو ناروغيو اخته نه شي.
ځنې وخت سترګې دکار پرمهال ګوذار وخوري چې پدې صورت کې بايد په سترګو کې د ډاکټر له مشورې پرته هيڅ وانه چول شي.
د مخه به روغتياپوهانو پر سترګو د پردو راتلل او ترې ژغورل کيدل نور لاملونه يادول، اوس چې دسترګو په اړه نوې څيړنې شوي ويل کيږي چې که په شنو فصلونو او باغونو کې يو انسان ژوند وکړي او دسهار پرمهال شنو فصلونو او ګلانوته نظر وکړي سترګې به ېې له ناروغيو وژغورل شي.
ډاکتران په سترګو پردې راتلل په پرله پسې ډول د اوښکو راتلل دنظر کموالی بولي؛ خو که د ژوند په دوران کې سترګې د خاورو، زياتې تودوخې، په غرموله لمر او هم له لوګي څخه وژغورل شي د پردو په راتللوکې به ېې کمښت راشي.
دا چې سترګې په څوډوله دي؟ او د کوم ډول سترګو خاوندان څه ډول خاصيتونه لري؟ که ژوند ياري وکړه په راتلونکې کې به پرې ليکل وکړو.


















