د شپږیزې سیالۍ نننۍ لوبو کې بند امیر او امو  لوبډلې ګټونکې شوې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۱) زرغون خوږیاڼی

د شپږیزې سیالۍ پنځمه لوبه د بندامیرښاماران او بوست ساتونکو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

 ټاس د بوست ساتونکو  لوبډلمشر نجیب ځدران وګټلو او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه او د بیټنګ چانس یې بند امیر ښامارانو ته ورکړ.

د بندامیر ښامرانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۷ منډې جوړې کړې، د بند امیر لوبډلې لخوا ابراهیم ځدران تر ټولو زیاتې ۵۲ منډې جوړې کړې.

بوست لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره ۱۴۳ منډې جوړې کړې او ۸ لوبغاړي یې هم له لاسه ورکړل، د ۴ منډو په توپیر سره یې لوبه بند امیر ته وبایلله.

د بوست لوبډلې څخه تر ټولو زیاتې ۳۳منډې پاکستاني لوبغاړي بسم الله خان جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدران ونومول شو.

شپږمه لوبه د یا د نن ورځې دویمه لوبه د امو نهنګانو او مس عینک تر منځ وشوه.

لومړۍ لوبه د امونهنګانو وکړه، چې د ۲۰ اورونو لوبولو سره یې ۱۵۸ منډې جوړې کړې او ۸ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

د مس عینک لوبډلې توپ اچوونکي فضل نیازي د امو لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځولو بریالی شو.

د مس عینک لوبډلې ښه لوبه و نه کړه، او ټول لوبغاړي يې په ۱۱۵ منډو وسوځیدل.

دغه لوبه د مو نهنګانو لوبډلې د ۴۳ منډو په توپیر سره وګټله.

د امو نهنګانو توپ اچوونکي شرف الدین اشرف د مس عینک لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button