
د ملي امنيت پخوانی رئيس: طالبان کابل محاصره کوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۳۰) الماس خدرخېل
د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل ويلي: طالبان کوښښ کوي چې کابل محاصره کړي، هغه وايي چې طالبان په ننګرهار او لوګر کې پراخه نفوس او ډېرې سيمې په لاس کې لري.
د ملي امنيت پخواني مشر رسنيو ته وويل، چې طالبان د ننګرهار، لوګر او شاوخوا نورو سيمو کې قوي فعاليت لري او دغه سيمې د پلازمېنې کابل لپاره ستراتيژيک اهميت لري، دی وايي چې که کابل سقوط کوي، نو د ننګرهار حصارک او د لوګر له ازرې به يې کوي.
شنونکي د کندوز، هلمند، بادغيس، لوګر، ننګرهار او په نورو ډېرو سيمو کې د طالبانو پراخ حضور د نيمه واک حیثيت ثابتوي. دوی وايي چې طالبان د جګړې له پلوه غښتلي دي او د مذهبي روح په زور جګړه کوي.
کارپوهانو ويلي، چې د دولت ځواکونه اجير او يا هم د پيسو په بدل کې جنګېږي، نو ځکه د جګړې په وخت کې وارخطا او د ماتې سره مخ وي.
خو ډېری شنونکي پر موجوده پوځي قيادت نيوکې کوي، چې دوی نه شي کولای افغان ځواکونه کنټرول کړي، بلکې په ډېرو سيمو کې د دولت خيالي پوليس شتون لري. چې دا خپله دولت له سقوط سره مخ کوي.
د ملي امنيت پخوانی رئيس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره ورځ ناوخته طالبانو د حصارک ولسوالۍ سقوط کړه.



