
امریکايي B52 بم غورځوونکې الوتکې بیا بمبار ته مخه کړه
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۳۰) زرغون خوږیاڼی
د امریکا هوايي ځواکونو ویلي، چې د B52 بم غورځوونکې الوتکې یې یو ځل بیا په افغانستان او عراق کې د وسله والو پر ضد وکارولې.
د امریکا د هوايی قواو رئيس ارکان ډیویډ ګولډفین وویل: ((اوس یو ځل بیا په افغانستان کې B52 ډوله بم غورځوونکې الوتکه د هوايي حملو لپاره فضا ته پورته شوه)).
د امریکا د هوايي ځواکونو یوې سرچینې ویلي، چې د ۲۰۱۶م کال له جون میاشتې څخه تراوسه پورې دغو الوتکو په افغانستان کې ۱۴۰ بریدونه کړي، چې ۸۰۰ بمونه یې د وسله والو طالبانو پر سنګرونو غورځولي دي.
د امریکا دفاع وزارت وزارت ددغه بریدونو د وخت او ځای په اړه څه نه دي ویلي؛ خو وايي چې دا بریدونه د افغان ځواکونو د ملاتړ په توګه د وسله والو مخالفینو پر ځالو شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت تائيد کړې ده، چې د امریکا هوايي قواو په افغانستان کې له B52 ډوله الوتکو څخه په حملو کې استفاده کړې ده.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، مونږ همدومره خبر یو، چې له دغو الوتکو څخه استفاده شوې ده؛ خو نور یې په اړه پوره معلومات زمونږ په واک کې نشته، ده زیاته کړه، ددې الوتکو د پرواز صلاحیت له امریکايي ځواکونو سره دی، نه د افغان ځوکوانو سره.
وزیري وویل، د متحده ایالاتو او د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونه له مونږ څخه هوایي ملاتړ کوي. دا، چې له کومو الوتکو کار اخلي د دوی خپل کار دی.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا لخوا د B52 ډوله الوتکو په بریدونو کې کومه وقفه نه ده راغلې او د B52 د استعمال خبره نوې نه ده، په مجاهدینو به هيڅ ډول اغیز ونلري.
مجاهد ویلي، چې د هیواد د اشغال له پيل څخه تر اوسه پورې امریکايي اشغالګرو د افغان ولس کورونه او کلي په بمبارونو وران کړل؛ هغه د (B52) ډوله په نوم امريکايي الوتکي وي، چې د اشغال له پيله تر اوسه يې په پرلپسې ډول کاروي، او کومه وقفه په کې نه ده لیدل شوې.
طالب ویاند د امریکایانو دا اوازه ددوی ورخطايي او پروپاګند ګڼي، ویاند وايي، چې دوی غواړي د مجاهدینو روحیې ته صدمه ورسوي؛ ((افغان مسلمان ولس د امریکايي اشغالګرو څخه جګړه د وسلو او الوتکو په زور نه ده ګټلې؛ بلکې د خپل ایمان او اسلامي غیرت په زور يې د B52 ډوله الوتکو په ګډون د دښمن ټولې حربې او ټکنالوژۍ ناکامه کړې دي)).
مجاهد وایي: دا ډول تبلیغات او پروپاګند افغانان نشي وارخطاکولای او د خپل مشروع جهادی هوډ څخه يې نشي راګرځولی او نه هم نور دا ډول لنډمهاله تبلیغات او خیالي پرمختګونه اشغالګرو او مزدورانوته يې ګټه رسولی شي.



