
امریکايي قراردادیان د کابل په ترټولو ماډرن کورونو کې د عیاشۍ ژوند کوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۳۰) زرغون خوږیاڼی
په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو او قراردادیانو یې په کابل کې تر ټولو لوکس او ماډرن کورونو کې اوسیږي، چې تر اوسه یې پرې ۱۵۰ میلیونه دالر لګولي دي.
پوځي بلاګ( په افغانستان کې جګړه ستړې کوونکې ده) تر نوم لاندې په کابل کې د هغو لوکسو ودانیو انځورونه خپاره کړي دي، چې د امریکا د دفاع وزارت اړوند کسان په کې ژوند لري.
یاد بلاګ وايي، چې په دې ودانیو ۱۵۰ میلیونه امریکايي ډالر لګیدلي دي.
دا قراردادیان (task Force for Business and Stability Operations) په نوم ځواک دی، چې د افغانستا د جګړې د ثبات او په افغانستان کې د کمزوري اقتصاد د بیا رغونې لپاره راستول شوي وو، په کابل کې پرمختللی ژوند لري.
په یاد راپور کې پر دغه امریکايي ځواک نیوکه شوې، چې یاد امریکايي لګښت د افغانستان دکمزوري سوداګرۍ د لوړولو لپاره خاص شوې وې، چې اوس پرې دغه ځواک د ځان لپاره په کابل کې تر ټولو عصري ژوند جوړ کړی دی.
د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش د دفتر په راپور کې راغلي، چې دا لوکسې ودانۍ د امریکايي پوځیانو د لوکس ژوند یوه وړه بېلګه ده.
سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش جان سوپکو د ۲۰۱۵ م کال په سپټمبر کې د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر ته په یوه لیک کې ویلي و، چې ترلاس لاندې کسانو یې په افغانستان کې پر لوکسو ودانیو ۱۵۰ ملیون ډالره لګولي، چې د دغه ځواک د ۸۰۰ ملیون ډالره بودجې په سلو کې ۲۰سلنه کېږي.
تیر کال په واشنګټن ټایم ورځپاڼه کې یاد ځواک (task Force for Business and Stability Operations) په کاري غلاو او فساد تورن شوی و؛ خو د ورځپاڼې په وینا چا یې هم ځواب ورنکړ.




