طالبان وايي، بګرام کې یې ۳ امریکایي عسکر وژلي

کابل ټکی کام ۱۴وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
طالبان وايي، چې د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې یې ۳ امریکایي عسکر وژلي دي.
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تېره شپه شاوخوا ۲:۰۰ بجې، د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند په قلندر خېلو سیمه کې د امریکایي عسکرو یو ټانګ د دوی د جنګیالو له لورې پر خښ شوي ماین ور برابر شو، او چاودنه رامنځته شوه.
خبرپاڼه وايي، چې په دغه چاودنه کې یو ټانګ په ټولیزه توګه او ۳ تنه امریکایي عسکر له منځه ولاړل.
د یادولو ده، طالبان هر وخت پر بګرام توغندیز بریدونه کوي، چې امریکایي عسکرو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button