(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۴) الماس خدرخېل
د سعودي عربستان سترې محکې اعلان کړی، چې وړمه شپه د ذوالحجې مياشت ليدل شوې نو په دې اساس راتلونکې اونۍ يکشنبې ورځ عرفه او دوشنبه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
د سعودي دولتي اژانس (واس) خبر ورکړی، چې د جمعې په شپه مياشت نه ده ليدل شوې، ځکه نو د جمعې ورځ د ذوالقعدې ۳۰مه او تېره شنبه به د ذوالحجې د مياشتې لومړۍ ورځ وه.
د واس اژانس د خبر له مخې چې د سعودي عربستان د سترې محکمې د عالي شورا له پرېکړې سره سم د راتلونکې اونۍ د يکشنبې ورځ چې د وږي مياشتې له ٢١مې (د سټپمبر ١١مه) سره سمون خوري، د عرفې ورځ او د دوشنبې ورځ چې د وږي مياشتې له ٢٢مې (د سټمبر ١٢مه) سمون خوري د نېکمرغه لوى اختر لومړۍ ورځ به وي.
بايد وويل شي، چې د عرفې په ورځ ميليونونه مسلمانان د عرفات په غونډۍ كې سره را ټولېږي او د حج يو مهم ركن پر ځاى كوي او هر كال ميليونونه مسلمانان، چې د حج د فريضې د ادا كولو لپاره سعودي عربستان ته ځي، له لوى اختر يوه ورځ مخكې د عرفات پر غونډۍ را ټولېږي او ټوله ورځ په دعا او عبادت سره تېروي.


















