کابل ټکی کام ۱۴وږي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
امریکايي ولسمشر بارک اوباما نن د یکشنبې په ورځ وویل، چې له روسیې سره د دوی د خبرو هدف یوازې دا دی، تر څو په سوریه کې جنګ او وینې تویونې ته د پای ټکی کیږدي.
اوباما د چین په هانګژو ښار کې د یوې خبري غونډې پر مهال؛ چې د نړۍ د هېوادونو مشرانو پکې ګډون کړی وو، وویل:
«دوی له ډېره وخته د اوربند هڅه کوي او د سوریې د هغو سیمو خلکو ته، چې مرستو ته اړتیا لري؛ مرستې ورسوي، مګر د روسیې له خوا د نه موافقت له کبله زمونږ د هڅو مخه ډب شوې ده.».
اوباما همدا راز وویل، چې د واشنټګن او مسکو ترمنځ د عمیقو اختلافاتو له کبله، مذاکرات ډېر ستونزمن ښکاري.
امریکايي ولسمشر اوباما په دې تأکید وکړ، چې په سوریه کې د پوځيانو پر ځای کول، هم ستونزمن دي، مګر له روسیې سره خبرې اساسي او ضروري دي.
دا په داسې حال کې چې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړي پوړي مقام وویل، د سوریې د بحران په اړه امریکا او روسیه هوکړې ته رسېدلي دي.
دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړه، ښایي چې نن یکشنبه د دغې هوکړې پایلې اعلان شي.


















