کابل ټکی کام ۱۴وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
نن د کابل-کندهار پر لویه لاره د زابل په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳۶ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي، چې طالبانو پرې ژور خفګان ښودلی او ویلي یې دي، چې د پېښې له کوتاهي کوونکو سره به حساب کتاب وکړي.
د طالبانو له لورې په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، چې دوی پر دغه پېښه خواشیني دي او د پېښې له کوتاهي کوونکو سره به حساب کتاب وکړي.
طالبانو همدا راز ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به د دا ډول پېښو، په مخه نیولو کې تر خپله وسه خپلې هڅې په کار واچوي.
طالبانو د اعلامیې په پای کې، وژل شویو مسافرینو ته له الله تعالی څخه جنتونه او ټپيانو ته عاجله شفاء غوښتې ده.
د یادولو ده، په هېواد کې د ډېرې ټرافیکي پېښو علت، د موټروانانو بې احتیاطي او بې غوري وي.


















