تر ټولو ډېره ويروونکې الوتکه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۸) الماس خدرخېل
دا تر دې مهاله تر ټولو ډېره وېروونکې بې پيلوټه الوتکه پېژندل شوې ده.
د جاپان دغه وروستۍ ProDrone پروډرون نومې بې پيلوټه الوتکه شپږ څرخونه او ډېرې بدرنګه روبا ډوله منګولې لري.
دې ته PD6 پي ډي سکس، PDW پي آی ډبليو،ARM ای آر ام وايي.
جوړوونکی يې وايي، دا به د خطرناکو توکو په راټولو کې مرسته وکړي.
دغه لويه بې پيلوټه الوتکه کولی شي، په يو وخت کې ۲۰ کيلو وزن پورته کړي او تر نيم ساعت په هوا کې الوتنه وکړي.
دا ډېره چټکه الوتکه ده او په يو ساعت کې شپېته کيلو متره لاره وهي.



