کندوز مرکز کې ۷ تنه عسکر او پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي

کابل ټکی کام ۲۸وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره ورځ د کندوز ولایت مرکز اړوند په بېلابېلو سیمو کې ۷ تنه عسکر او پولیس د طالبانو له لیکو سره یو ځای شول.
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:
«میرآغا، محمداکبر، مومن، عبدالجبار، زین الله، ذبیح الله او شمس الله د حقائقو په درک کولو او د دعوت اوارشاد مسئولینو په هلوځلوسره د اجیري ادارې له ناولو لیکونه رابیل او د اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شول.»
د یادولو ده، په تېره اګست میاشت کې د کابل ادارې ۵۳۵ کارکوونکي له طالبانو سره یو ځای شوي وو.


