عوامي نيشنل ګوند د افغان کډوالو د ستونزو د حل کميټه جوړه کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۳) الماس خدرخېل

په خيبر پښتونخوا کې د اسفنديار ولي خان په مشرۍ عوامي نيشنل ګوند د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه يوه کمېټه جوړه کړې ده.

دغه کميټه د نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولی خان په امر جوړه شوې ده، چې د عوامي نيشنل ګوند يو مشر لطيف اپريدی، پخوانی صوبايي وزير ميا افتخار حسين، افراسياب خټک او هدايات باچا د دغې کميټې غړي ټاکل شوي دي.

ويل کېږي د کميټې مسووليت د کډوالو د ستونزو په اړه معلومات راټولول او پر حکومت د دغه ستونزو د حل لپاره فشار اچول بلل شوي دي.

پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د کډوالو د اوسېدو موده ۲۰۱۷م تر مارچ مياشت پورې وغځوله.

افراسياب خټک بي بي سي ته وويل: کډوال په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخا مخ دي او دغه کمېټه به د دوی د ستونزو په اړه معلومات راټول او د حل لارې چارې به یې لټوي.

که څه هم له دې وړاندې د کډوالو د حل کميټې موجودې وې، خو افراسياب خټک وايي: د کډوالو د ستونزو لپاره د بېلو کميټیو جوړيدو مقصد يو دی او هغه دا چې د کډوالو ستونزې حل شي.

بل پلو په اسلام ابادکې د ملګرو ملتونو وياندې دنيا اسلم خان بي بي سي ته وويل، د سياسي ګوندونو لخوا رامنځته شوې کميټې د کډوالو د ستونزو حل کې مثتب رول لوبولای شي.

هغې وويل، چې دغه کميټې د ستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو او پاکستان حکومت سره په اړيکه کې دي.

اسلم خان زياتوي،  په راوان کال کې خپل هېواد ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر نژدې یو نيم سل زره کسانو ته رسېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button