(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۳) زرغون خوږیاڼی
د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډنفورډ ویلي، چې اوسمهال وسله وال طالبان د افغانستان له ۳۰ سلنې زیاته خاوره په خپله ولکه کې لري.
جنرال جوزف ډنفورډ د سنا د وسله والو خدماتو کمېټې ته د وینا پر مهال وویل، چې وسله وال طالبان د افغانستان په قلمرو له درېیو برخو څخه پر یوې برخې ولکه لري.
جنرال ډنفورډ زیاته کړه ، چې افغان ځواکونه او وسله وال طالبان دواړه د خپلې ولکې لاندې سیمو کې په خپل حالت پاتې دي او کوم جوت پرمختګ په کې نه دی شوی؛ خو که د افغان ځواکونو سره د امریکا د متحده ایالاتو دوامداره مرستې ونه شي، پاتې سیمې به هم طالبانو ته وبایلي.
ده وویل، چې افغان ځواکونه لا هم د پوځ په ځینو مهمو برخو کې لکه هوايي ځواک، د ځانګړو عملیاتو او استخباراتو په برخو کې هغه وړتیا نه لري، چې باید درلودای یې، نو د نوموړي په وینا ځکه دولتي سرتېرو ته له وسله والو مخالفینو سره په جګړو کې زیات تلفات اوښتي؛ چې د امریکا لپاره د منلو وړ نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال طالبانو تر بل هر وخت جګړو ته لا زور ورکړی او جګړې د هلمند، کندوز او اروزګان ولایتونو مرکزونو ته رسیدلي دي.
دسیاسي شنونکو په اند ویل کیږي، چې د سپینې ماڼۍ لخوا دا څیړنه د افغان پوځ لپاره خورا ویروونکي ده او ښيي چې لا هم په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې ډیرې ستونزې شته دی.
د سي آی اې او سپینې ماڼۍ پخوانی چارواکی بروس ریډل ویلي، چې په خپله د امریکايي چارواکو له خوا دا اعتراف، چې د افغانستان د قلمرو له درې برخو یوه د طالبانو په ولکه کې ده، وېروونکې ده.
بلخوا د دفاع وزارت د سپینې ماڼۍ دا ارعا رد کړې ده.


















