(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۳) زرغون خوږیاڼی
د بغلان ولایت په شمالي سالنګ وسله والو طالبانو د پولیسو په یو قطار برید کړی، چې په کې ۳ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د بغلان ولایت کې امنیتي سرچینې وايی، چې نن سهار ۹ بجې وسله والو طالبانو په شمالي سالنګ کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ. سرچینې زیاتوي، چې برید کې وسله والو طالبانو یو رینجر موټر په راکټ ویشتلی، چې له امله یې ۳ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
ځايي پولیس وايي، چې سیمې ته د نورو کومکي عسکرو په زسیدلو سره لنډه جګړه رامنځته شوه، چې وروسته طالبانو سیمه پریښودله.
تر اوسه د دې برید په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.


















