جنرال رازق: «ملا محمد عمر او ملا دادالله هم سپيڅلي مجاهدین وو، باید وستایل شي»

کابل ټکی کام ۱۰تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په کابل کې د برهان الدین رباني د پنځم تلین د لمانځغونډې پر مهال د پخوانیو جنګسالارانو د ویناوو په غبرګون کې توند الفاظ کارولي دي او له دوی څخه یې غوښتنه کړې، تر څو خپل غله د اتلانو په نوم ونه ستایي.
نوموړي وویل، چې احمد شاه بابا، میرویس خان نیکه، غازي امان الله خان او یو شمېر نور مشران د خپل هېواد اصلي مدافعین وو او له دغو وطن ساتونکو سره هېڅکله هم سیاف، ګلبدین حکمتیار او نور وطن پلورونکي نه شي برابرېدلی.
نوموړي د سیاف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي، که چېرې د روسانو سره د جنګېدونکو جهادي مشرانو په نوم مډالونه ورکول کیږي او غازي امان الله خان له حبیب الله کلکاني سره برابریږي، نو ملا محمد عمر او ملا دادالله خو هم هغه سپيڅلي مجاهدین وو، چې په هېواد کې یې ملک الطوایفي او جنایتونه ختم کړل.
جنرال رازق سیاف او نور پخواني جنګسالاران د تش په نامه جهادي مشرانو په نوم یاد کړل او زیاته یې کړه، چې دوی غواړي، هغه اشخاص چې د خلکو په سرونو کې یې مېخونه ټک وهل (قاتل زرداد، توپان، قلم او نور ټوپکیان) رامخته کړي او د هغوی په نوم مډالونه جوړ کړي.
نوموړي د رباني په تلین کې حامد کرزي ته شوی سپکاوی هم په سختو ټکو وغانده او خبرداری یې ورکړ، که چېرې بل ځل دا ډول کار وشي، نو لاسونه یې تړلي نه دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button