د امریکایي بمبارونو په اړه د ملي یووالي مشرانو چوپتیا اعتراضونه راپورته کړي

کابل ټکی کام ۱۰تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره چهارشنبه د میزان په ۷مه نېټه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د یوه حاجي پر کور بمبارد وکړ، چې له کبله یې ۱۳ ملکي وګړي ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.
د دغه بمبارد په اړه د ملي یووالي مشرانو سکوت اختیار کړی دی، چې په اړه یې ګڼ اعتراضونه او غبرګونونه راپورته شوي دي.
وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې امریکایي بې پیلوټه الوتکو پر ملکي وګړو بمبارونه وکړل، خو د ملي یووالي مشران یې په اړه هېڅ غږ هم نه دی پورته کړی.
د هېواد سیاسي کارپوهانو او د ملي شورا یو شمېر غړو د حکومتي مشرانو پر دغه سکوت انتقاد کړی دی، او ویلي یې دي:
«د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د بمبارونو له کبله ملکي وګړو ته د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه د ملي یووالي حکومت مشران سکوت اختیاروي او په اړه یې سترګې پټوي.»
د ولسي جرګې یو تن غړي عبیدالله بارکزي وویل، چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د یوه حاجي کور ته د ده ګڼ خپلوان ورغلي وو، تر څو حاجي صاحب ته د حج مبارکي ووايي، خو امریکايي ځواکونو پرې بمبارد وکړ او د حاجي صاحب په ګډون لږ تر لږه ۳۰ تنه نور ملکي وګړي په شهادت ورسېدل.
نوموړي وویل:
«د دغه بمبارد ځواب به اوس څوک وايي، ډاکټر صاحب اشرف غني به یې وايي، ډاکټر صاحب عبدالله به یې وايي او که امریکا به یې وايي.»
نوموړي زیاته کړه، دا لومړی ځل نه دی چې امریکایي ځواکونه ورته بمبار کوي، بلکې دا ډول پېښې څو ځله رامنځته شوي دي.
سیاسي شنونکی عبدالشکور وايي، چې پیلوټان خطا شوي نه دي، بلکې دا کار یې قصداً کړی دی.
له بلې خوا د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې امریکایي ځواکونو دغه بمبارد پر داعشیانو کړی او وژل شوي داعشیان دي.
خو د ننګرهار د اچین ولسوالۍ قومي مشران بیا د امنیتي چارواکو دغه ادعاوې بې اساسه بولي او وایي، چې د دغې پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
همدا راز ملګرو ملتونو هم نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي بللي دي او په سختو ټکو یې غندلې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button