د جنوبي ولایتونو اوسېدونکو د حامد کرزي سپکاوی وغندو

کابل ټکی کام ۱۰تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره ورځ په کابل کې د برهان الدین رباني د پنځم تلین په لمانغونډه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سپکاوی وشو او د هغه په حضور کې د مرګ پر کرزي شعارونه ورکول کېدل، چې د غونډې د ګډوډېدو لامل شو.
د حامد کرزي دغه سپکاوی د هېواد د جنوبي (زابل، هلمند او روزګان) ولایتونو سلګونو اوسېدونکو په سختو ټکو غندلی او خبرداری یې ورکړی دی، «که د ملي مشرانو په وړاندې د دا ډول دسیسو مخه ونه نیول شي، نو اړوند مسئولین به د ولسونو له سختو غبرګونونو سره مخ شي.».
د کندهار، روزګان او هلمند سلګونو ځوانانو او مشرانو چې یوه پراخه غونډه یې په دې موخه دایره کړې وه، تر څو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته شوی سپکاوی وغندي؛ وویل:
«پخواني ولسمشر حامد کرزي ته شوی سپکاوی په یو ځانګړي هېواد کې پلان شوی عمل دی.»
دوی زیاته کړه، چې په بهر کې یو شمېر کړۍ په دې هڅه کې دي، تر څو پښتانه مشران له دې لارې څخه له سیاسي صحنې څخه منزوي کړي او پر ځای یې هغه پخواني جنګسالاران مقرر کړي، چې د جهاد له نوم څخه ګټه پورته کوي.
د غونډې ګډونوالو وویل:
«د جمعیت ګوند مشرتابه دې رسمي بښنه وغواړي، کنه د ولسونو له سختو غبرګونونو سره به مخ شي.»
همدا راز په زابل کې د سلګونه کسانو په یوه ستر لاریون کې چې د ولایتي شورا غړي او قومي مشران هم پکې شامل وو، کرزي ته شوی سپکاوی په کلکو ټکو غندلی دی.



