کندهار: طالبانو په شاولیکوټ کې د اردو جنګي چورلکه ویشتلې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۱) زرغون خوږیاڼی

نن سهار د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د اردو جنګي چورلکه چې سیمې کې یې د ملي اردو عسکرو په ملاتړ بمبار کولو، نسکوره شوې ده.

په سیمه کې وسله والو طالبانو رسنیو ته ویلي دي، چې چورلکه د شاولیکوټ ولسوالۍ د سره سخر په سیمه کې د زیګویک په مټ وویشتل شوه او رانسکوره شوه.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په چورلکه کې سپاره ټول عسکر وژل شوي دي.

طالباب ویاند وايي، چې د اردو عسکر سیمې ته د ترینکوټ لارې د خلاصون لپاره راغلي وو، چې جنګي چورلکې هم ورسره ملګرې وې، دوی وايي چې د اردو عسکر د چورلکې غورځیدو ځای ته په شا ولاړل او وژل شوې عمله ترې لیږدوي.

تر اوسه دولتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button