د ننګرهار والي (سلیم خان کندوزي) له خپلې دندې استعفاء ورکړه

کابل ټکی کام ۱۱میزان/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تازه خبرونه وايي، چې د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي نن سهار د یوه غونډې په دایرولو سره، چې محلي مسئولینو او قومي مشرانو پکې ګډون درلود، خپله استعفاء اعلان کړه.
نوموړي د خپلې استعفاء علت د حکومتي مسئولینو او د محلي زورواکو له خوا له اندازې زیاته مداخله کول وبلل، چې له کبله یې د ننګرهار په محلي اداره کې ستونزې پیدا کړې وه.
ښاغلی کندوزي شپاړس میاشتې وړاندې د ننګرهار د والي په توګه وټاکل شو.

د ننګرهار ولاتي شورا چارواکو او قومي مشرانو د مرکزي حکومت څخه غوښتي وو، چې په دغه ولایت کې د ننګرهار د والي په شمول تر عادي ماموره پورې دې په اداره کې تغیرات او بدلون راولي او که نه په لاریونونو به لاس پورې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د سلیم کندوزي پر وخت کې په ننګرهار ولایت کې د داعش حضور پراخه شو،  د شینوارو سیمې قومي مشرانو په وینا، په قصدي توګه یې داعش ته سیمې ډالۍ کولې.

همدارنګه څو ورځې وړاند‎ې په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ډرون الوتکو برید کې ۲۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، چې د کندوزي په وینا دا ټول داعش وسله وال وو؛ خو اوس جوته شوه چې وژل کسان ټول ملکیان او ولسي وګړي وو.

د ولایتي شورا غړي جاوید زمان رسنیو ته ویلي وو، که د ننګرهار والي ولسمشر ته ډير اهل کار معلومېږي؛ نو له ځان سره دې مشاور کړي؛ خو د ننګرهار د ولسونو له اوږو دې نور دا بار لرې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button