هندي او پاکستاني پوځيانو يو پر بل ډزې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۱) الماس خدرخېل

نښته د کشمير په کرښه پرته سيمه کې رامنځته شوې ده، د پاکستان پوځ د عامه اړيکو اداره وايي، چې د کشمير په بيمبر سيمه کې هندي پوځ د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي دي، خو بل پلو د هند دولتي رسنيو ويلي، چې پاکستاني پوځيانو په جمو کې د اخنور پر سيمه بريد کړی دی.

دواړو طرفونو ادعا کړې چې ځوابي ډزې يې کړي، خو دا لا نه ده روښانه چې لومړی بريد چا کړی دی.

په نښته کې د اوښتو تلفاتو په اړه کره مالومات نه دي ورکړل شوي.

دا نښته داسې مهال ترسره کېږي، چې وړمه ورځ هم هندي چورلکو د کشمير لانجمنې سيمې د کنټرول په کرښه بمباري وکړه، چې پاکستاني چارواکو وويل بمباري د دوی په سرتېرو شوې او دوه پوځيان پکې وژل شوي دي.

د روانو حالاتو له امله د پولې دواړو غاړو ته مېشت خلک خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د داړو هېوادونو ترمنځ پرته لانجمنه کشمېر سيمه کې هندي او پاکستاني پوځيان يو پر بل وسله وال بريدونه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button