روسيې- امريکا ته خبرداری ورکړی چې د سوريې پر حکومتي ځواکونو حملې ونکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۱) الماس خدرخېل
روسي چارواکو د امریکا متحده ایالتونو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته د سوریې پر حکومتي ځواکونو حملې ونه کړي.
روسي چارواکو ويلي، که امریکا د سوریې پر حکومتي ځواکونو حملې وکړي پایلې به یې ټولې سیمې ته خطرناکې وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا نن په یوه کنفرانس کې خبرداری ورکړ، چې په سوریه کې د رژیم د بدلولو لپاره هڅه اوس دومره نه چلېږي، ځکه چې تروریستان به له ټولو لارو کار واخلي څو په دغه هېواد کې د قدرت هر ډول رامنځته کېدونکې خلا ډکه کړي.
روسي چارواکو په داسې حال کې دا خبرداری ورکړی، چې امریکا د سوریې حکومت د اپوزیسیون په غښتلي کولو ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې د سوریې حکومتي ځواکونو او روسي عسکرو د حلب ښار په یو شمېر هغو سیمو چې د اپوزیسیون جنګیالي پرې کنټرول لري د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ هوايي حملې هم ډېرې کړې دي.
په سوریه کې چې یو وخت په سیمه کې د عربي ملکونو تر منځ بې جوړې بلل کېده وروستۍ پنځه کلنې جګړې څه باندې دوه نیم لکه کسان وژلي، ګڼ شمېر ښارونه یې ویجاړ کړي او د هېواد نږدې نیمايي برخه اوسیدونکي یې بې ځایه کړي دي.
بايد وويل شي، چې د روسیې او امریکا تر منځ لانجو وروسته له هغه زور واخیست چې د سوریې اوربند تېره میاشت په وروستیو کې مات شو او دواړو لوریو یو بل د دې اوربند په ناکامۍ تورن کړل.



