موصل ښار کې د عراقي ځواکونو «پرمختګونه د پام وړ» دي

کابل ټکی کام ۲۶تله/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

تېره ورځ عراقي ځواکونو له داعش ډلې څخه د موصل ښار د بېرته نیولو په موخه پراخ عملیات پیل کړل، چې نن دویمه ورځ یې ډېری سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، چې د موصل د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو په دویمه ورځ د عراقي ځواکونو پرمختګونه د پام وړ دي.

دغه عملیات د سې شنبې په سهار عراقي ځواکونو د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په هوايي ملاتړ پیل کړي دي، چې نن دویمه ورځ یې له داعش ډلې څخه ډېری سیمې نیولي دي.

د عراق د پولیسو قومندان ویلي دي، چې دوی تراوسه پورې نایف، نجمه، حمام العلیل او نمرور سیمې تر خپل واک لاندې راوستي دي.

نوموړی وایي، چې د داعش ډلې مرکزونه یې په ټولیزه توګه له منځه وړي دي.

د یادولو ده، موصل ښار د عراق دویم لوی ښار دی، چې د عراق دولت ته تر نورو ټولو ولایتونو څخه مهم ګڼل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button