د هرات ولایتي شورا غړی انوري د اختطاف په تور په مرګ محکوم شو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۷) زرغون خوږیاڼی

د هرات ولایت امنیتي سرچینو په وینا، د هرات ولایت د ولایتي شورا غړی د اختطاف او قتلونو په تور په مرګ محکوم شوی دی.

د هرات ولایت ښاري محکمې ددغه ولایت د ولایتي شورا غړي محمد عسکر انوري ته په لومړنۍ او علني محکمه کې د مرګ سزا اورولې ده.

سرچینې ویلي، چې د هرات  ولایت د ولایتي شورا غړی محمدعسکر انوري د انسان تښتونې په تور د زمري په ۱۷ نیټه د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی و، خبري سرچینو زیاته کړې ده، چې پر انوري تر دې پخوا هم د انسان تښتونې تورونه وو، چې نن سهار د په مرګ محکوم شو.

امنیتي ځواکونو ویلي دي، چې انوري په هرات ولایت کې د انسان تښتونې یوه ډله درلوده چې څه وخت وړاندې یې یو ځوان تښتولی و او د کورنۍ د غړو څخه یې ۳۰ زره ډالر واخیستل خو یاد ځوان کس یې هم ووژلو.

د وي او ای رادیو په حواله ویل شوي، چې له انوري سره دوه تنه نور ملګري یې هم نیول شوي دي، چې یو يې په یو کال او دویم یې په ۱۱ کالو بند محکوم شوي دي.

د هرات ولایت د ښاري محکمې مشر شعیب ابراهیمي رسنیو ته ویلي دي، چې د ولایتي شورا غړی یې په هیواد کې د انسان تښتونې او انسان وژنې په تور په مرګ محکوم کړی دی.

د محمد عسکر انوري کورنۍ یاد تورونه رد کړي دي او د یادې محکمې پریکړه یې نه ده منلې، دوی ویلي چې د استنناف محکمې ته به غریضه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button