سعودي عربستان: د افغان کارګرو د پاسپورت ستونزه به هواره او حل شي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۷) زرغون خوږیاڼی

د سعودي عربستان ولیعهد او د کورنیو چارو وزیر محمد بن نایف له اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله سره په کتنه کې ویلي دي، چې په سعودي عربستان کې د افغان کرګرو د پاسپورت ستونزه به هواره او حل شي.

تېره ورځ د اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د يو لوپوړي افغان پلاوي په مشرۍ د درې ورځني سفر لپاره سعودي عربستان ته لاړ او هلته یې د سعودي عرب له ولیعهد او د کورنیو چارو وزیر محمد بن نایف سره لیدلي دي.

اجرائیه رئيس د سعودي عربستان ولیعهد او د کورنیو چارو وزیر محمد بن نایف سره په لیدنه کې له دغه هیواد څخه هیله څرګنده کړې ده، چې په افغانستان کې د سولې او د تروریزم سره په مبارزه او همدارنګه افغان کارګرو د هغو پاسپورتونو ستونزه حل کړي چې په پاکستاني پاسپورت سعودي عرب ته تللي دي.

عبدالله ویلي دي، چې افغان حکومت د سعودي عربستان د شاهي حکومت همکاریو ته هیله من دی.

ویل کیږي چې سعودي عربستان ته ډيری افغان کارکوونکي په پاکستاني پاسپورت دغه هېواد ته د کار کولو په موخه ورغلي دي، چې  اوس افغان کارګران په سعودي عربستان کې په پاکستاني پاسپورټونو کار کوي چې خپل هېواد ته په راتلو کې بیا له یو لړ زیاتو ستونزو سره مخ کیږي.

ډاکټر عبدالله د محمد بن نایف سره په ليدنه کې ويلي، چي افغان حکومت غواړي له سعودي سره د ګډ کار په پايله کې د افغان کارګرانو ټول پاسپورټونه پر افغاني پاسپورټونو بدل شي.

ولیعهد شهزاده محمد بن نایف د افغان کارګرو د پاسپورټونو د د تبدیلولو او هغوی ته د کار د جواز ورکولو په برخه کې د اجرائیه ريیس وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړ.

همدارنګه د حکومت اجرائیه رئیس له سعودي حکومت نه غوښتي دي، چې په دغه هېواد کې د افغان کارګرانو لپاره د کارکولو جواز ورکړي، تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ شته ستونزې له منځه ولاړې شي.

د اجرائیه رياست مطبوعاتي دفتر ویلي دي، چې د سعودي عربستان د شاهي هېواد د وزیرانو شورا مرستیال، د کورنیو چارو وزیر او ولیعهد او د کورنیو چارو وزیر، ولیعهد محمد بن نایف، ډاکټر عبدالله عبدالله ته د افغانستان د سولې، امنیت او د افغان کارګرانو د پاسپورت په برخه کې د همکاريو ډاډ ورکړى دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button