چارواکي: د فاریاب د خواجه سبز پوش ولسوالۍ قره شیخي سیمه طالبانو نیولې
کابل ټکی کام ۲۷تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د فاریاب سیمه ییزو چارواکو ویلي دي، چې د دغه ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ قره شیخي ستراتیژي سیمه طالبانو نیولې ده.
د خواجه سبزپوش ولسوالۍ ولسوال عبدالله معصومي وايي:
«پرون ماښام سلګونه طالبانو په قره شیخي سیمه کې د امنیتي ځواکونو او د ولسي پاڅون وسله والو پر پوستو بریدونو وکړل، دغه جګړه چې تر سهاره پورې روانه وه، د طالبانو د بیا برید سره امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅون وسله والو سیمه پرېښودله.»
معصومي وايي، چې په دغه جګړه کې د ولسي پاڅون ۴ وسله وال وژل شوي دي او ۱۴ طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو د دغه خبر په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې چې تېره اونۍ د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم د دغه ولایت د غورماچ ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل، مګر د طالبانو له خوا د ځپونکي کمین سره مخ شو، چې نوموړی یې ټپي کړ او د ده ۵ قومندانان او لسګونه نور جنګیالي ووژل شول.



