ترکمنستان: افغانستان به له ټاپي نل ليکې هرکال يو ميليارد ډالر ترلاسه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۱۸) الماس خدرخېل
د ترکمنستان ولسمشر قبان قلي بردي محمدوف په تازه څرګندونو کې ويلي، چې افغانستان به هر کال د ټاپي ګازو پروژې له نل ليکې د ټرانزيټ يو ميليارد ډالر ترلاسه کوي.
نوموړي دغه څرګندونې د ترکمنستان رسنيو ته په خپلې تازه مرکه کې کړي دي.
ښاغلی قربان قلي وايي، چې یاده نل ليکه کې به ۱۲۰۰۰ افغانانو ته د کار زمينې د برابرولو تر څنګ د افغانستان يو شمير سيمې د ګازو له کارونې هم برخمنې شي.
هغه وايي، چې د دوی هېواد په پام کې لري ترڅو په افغانستان کې د ورته نورې پراختيايي پروژې هم پلې کړي.
د هغه په وینا ترکمنستان هڅه کوي، چې ګاونډی هېواد یې «افغانستان» اقتصادي وده وکړي او تر څنګ یې یو پیاوړی او د ښه اقتصاد لرونکی افغانستان په پښو ودريږي.
د يادونې ده، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ يوه اونۍ وړاندې د رېل پلټۍ پرانسته هم وشوه.



