عراق: د امریکا په هوايي برید کې ۱۹۰ عراقي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۰) زرغون خوږیاڼی

د عراق په موصل ښار کې د امریکا جنګي جیټ الوتکو د عراقي پوځيانو په مرکزونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې ۹۰ عسکر وژل شوي او نږدې ۱۰۰تنه ټپيان شوي دي.

په عراق کې امریکايي چارواکو یاد برید تایید کړی او دا یې یوه اشتباه ګڼلې ده.

د لبنان خبري سرچینې النشره په حواله ویل شوي، چې د عراق په موصل ښار کې د امریکا هوايي ځواکونو په بمباریو کې د عراقي پوځ د هاموي ټانګونو ۴ مرکزونه او د پوځ ۸ نورې سیمې په نښه شوي چې په کې ۹۰ پوځيان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډير ټپيان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د اکتوبر له میاشتې راپديخوا د عراق په موصل ښار کې د دغه هیواد د پوځیانو، کردانو او پيښ مرګه ځواکونو لخوا د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې بریدونه پیل شوي، چې تر ډيره یادو ځواکونو پرمختګ کړی دی.

تر دې وړاندې هم امریکايي الوتکو د عراق په رمادي او موصل ښارونو کې په ملکي وګړو بمبارۍ کړي، چې وروسته یې یواځې یوه سهوه او اشتباه بللې ده، چې دلته په افغانستان کې یې هم په ورته کړنو لاس پورې کړی او له ولسي وګړیو نیولې تر نظامي قطعاتو پورې تر خپلسرې بمبارۍ لاندې راولي، خو ولې د پوښتنې یې هیڅوک نشته دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button