ترکيه: په دوه چاودنو کې ۳۰ تنه وژل شوي تر۱۵۰ ډېر ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۲۱) الماس خدرخېل

د ترکيې په استانبول ښار کې چاودنې ترسره شوي، چې لږ تر لږه پکې ۳۰ تنه وژل شوي او تر يو سلو پنځوس ډېر ټپيان دي.

ويل کېږي، چاودنې د نوموړي ښار بيشکتاش په سيمه کې د شنبې په ورځ د ويدافون ارينا فوټبال لوبغالي تر څنګ ترسره شوي دي.

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر په سيمه کې د پوليسو د وژلو په هدف چول شوی او دوهمه چاودنه د سرتيري بريد له امله رامنځته شوې ده.

امبولانسونه او پوليس د پېښې ځای ته رسېدلي خو عيني شاهدان وايي، له چاودنې وروسته يې د ډزو غږونه هم اوريدلي دي.

د چاودنې ځای ته نږدې ودانۍ زيانمنې شوي او تر لرې واټن پورې د نورو ودانيو شيشې هم ماتې شوي دي.

تر دې دمه کومې ډلې د يادو چاودنو مسؤليت نه دی منلی، خو د ترکيې پوليسو د چاودنو په تړاو د يکشنبې په شپه يعنې بېګا لس تنه شکمن کسان نيولي دي.

د ترکيې رسنيو ويلي، چې لومړۍ چاودنه د ترکيې بلواضد پوليسو موټر ته نږدې رامنځته شوې.

د ترکيې ولسمشر اردغان دا چاودنې يو ترهګريز عمل بللی او ويلي يې دي، چې دواړه چاودنو کې پوليس او عام خلک په نښه شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button