(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰) احمدالله مهاجر
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند کلیفلنډ د وروستیو نا امنیو لامل د امنیتي ادارو په رهبرۍ کې د کم ظرفیته او بې کفایته کسانو موجودیت ښودلی دی.
کلیفلنډ دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې په دې وروستیو کې طالبانو د هېواد په ګڼو ولایتونو کې پرمختک کړی دی او خپل بریدونه یې ګړندي ساتلي دي.
کلیفنډ په تونده لهجه وویل:
«که چېرې د امنیتي ادارو په رهبرۍ کې اصلاحات را نه شي، نو کېدای شي امنیتي وضعیت نور هم خراب شي.»
نوموړي وویل، د امنیتي ادارو په رهبرۍ کې فساد روان دی، نه افغان سرتېرو ته پر وخت وسله، نه خوارکي توکي، نه معاشونه او نه هم تازه دمي ځواکونه د جګړې ډګر ته رسول کیږي.
کلیفلنډ زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان له افغان حکومت سره په دغه برخه کې د اصلاحاتو د راوستلو پر باب خبرې کړي دي


















