د عربي شیخانو ۶۱ کسیزه ډله د مرغانو د ښکار کولو لپاره افغانستان ته راغلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۴) زرغون خوږیاڼی
د غربي شیخانو ۶۱ کسیزه ډله تیره ورځ کابل ته راورسیده، ویل کیږي چې په دوی کې د قطر شاهي کورنۍ لس شیخان هم شامل دي.
ښکاري شیخان به په فراه ولایت کې دنایابه مرغانو ښکار کوي، دمعلومانو له مخې راغلیو شیخانو له ځانونو سره ۳۷ ښکاري بازان هم راوړي دي.
يوې سرچينې کابل نیوز ته ویلي چې ښكاريان د افغانستان د ګمرک پوليسو په هوايي ډګر كې درولي وو، خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت كسان راغلل او له هوايي ډګره یې بوتلل. دوى په درېیو بكسونو كې له ځان سره امریکایي ډالر هم راوړي دي.
د ولسي جرګې ځينو غړیو انديښنه څرګنده کړې ده او په دې اړه یې ویلي، چې راغلي شیخان باید وڅارل شي.
دا په داسي حال كې ده، چې په افغانستان كې د نايابه مرغانو ښکار بند دی. دا لومړی ځل نه دی چې ورته پېښه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په فراه، هرات او غور کې د عربي شیخانو ښکاري ډلې لیدل شوې دي، چې د افغان چارو لخوا ورته د پیسو د بنډلو په بدل کې اجازه ورکول کیږي، چې تیره ورځ یې د کابل په هوايي میدان کې پولیسو په ښکاره توګه له شیخانو سره امریکايي ډالر هم لیدلي دي.



