هلمند: مارجه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۳) الماس خدرخېل

د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د شپنيو عملياتو پر مهال افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولايت رسنيو دفتر ويلي، په دې عملياتو کې د غوڅ ملاتړ هوايي ځواکونو هم ګډون درلود او په وينا يې چې ګډو ځواکونو د يادې ولسوالۍ په آبي ژرندو سيمه کې عمليات کړي چې وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وویل، په سيمه کې درنه جګړه شوې او ښکېلو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل پلو وسله والو طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په ورغلې ځمکنۍ او هوايي عملياتي قوه يې درنه جګړه کړې، چې په پايله کې يې يو ټانګ، يو رينجر موټر په غټو وسلو ويشتل شوي او له منځه وړل شوي.

طالبان وايي، له شوراب اډې په ورغلې قوه يې په ځمکه کې د خښ شويو مايونونو پر مټ انفجار کړی او يو کماز او يو ټانګ پکې ويجاړ شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه جګړه کې ۱۹ کمانډو عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

دوی وايي، په ټوله جګړه کې د دوی ۳ پلويان ټپيان شوي او ۲ تنه نور وژل شوي دي.

د هلمند په مارجې، ګرمسير، نادعلي او سنګین ولسواليو کې له تېرو څو ورځو راهيسې د دولتي ځواکونو له لوري عمليات روان دي، چې د طالبانو له کلک مقاومت او جګړو سره مخ دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button