د جنوبي کوریا پوځ وايي، یوې شکمنې بې پیلوټه الوتکې له لوېدو وړاندې د امریکا د پرمختللي دفاعي سيستم جاسوسي کړې او د سیسټم انځورونه یې اخیستي دي.
د کوریايي پوځ په خبره، بې پیلوټه الوتکه چې په کېمره سمباله وه، تېره اونۍ د شمالي کوریا پولې ته څېرمه په یوه ځنګل کې موندل شوې ده. د یادې بې پیلوټه الوتکې کچ او شکل د هغې ډرون الوتکې په څېر و چې په ۲۰۱۴ز کال کې د شمالي کوریا له پولې سره نږدې موندل شوې وه.

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت یو چارواکی وايي ”موږ باوري یو چې الوتکې د تاد په نوم د ميزايلو د دفاعي سيستم ۱۰ انځورونه اخیستي دي. “
چارواکي وايي ګومان کېږي الوتکه د شمالي کوریا وه.
جنوبي کوریا د شمالي کوریا له پولې شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره لیرې د امریکا په مرسته د ميزايلو دفاعي سيستم نصب کړی دی، څو د شمالي کوریا له لورې د میزایل د خطر په وړاندې د ځواب لپاره تیار واوسي.

ویل کېږي د شمالي کوریا بې پیلوټه الوتکو څو څو ځله د جنوبي کوریا پر سره الوتنې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې شمالي کوریا د ۳۰۰ په شاوخوا کې د بېلابېلو ډولونو بې پیلوټه الوتکې لري.


















