
شهید شیخ محمد ادریس رحمه الله تعالی نه تکرارېدونکی شخصیت
محمد ولي(همايون)
زموږ یو استاد به ویل: تکړه او مشهور علماء کرام په درې ډوله دي؛
اول ـ هغه علماء کرام دي، چې یوازې یې خاصه طبقه (طالبان او علماء کرام) پېژني ښه تدریس کوي، ښه فصاحت او بلاغت لري او د دوئ په منځ کې ښه شهرت لري، عام مسلمانان یې له نوم سره هیڅ اشنايي نه لري(مثالونه یې ډېر دي، زموږ استاد به یې نومونه اخیستل لکه پلان او پلان)
دوهم ـ هغه علماء کرام دي، چې یوازې عام مسلمانان پرې رامات او راټول وي، دوئ ورسره مینه لري، ښه وعظ کوي او دوئ ته د قدر وړ وي، بل لور ته د علماء کرامو او طالبانو تر منځ هېڅ شهرت نه لري( ډېر مثالونه لري)
دریم ـ هغه علماءکرام دي، چې هم یې علماء کرام، هم د مدرسو طالبان، هم د ښوونځیو شاګردان ، هم د پوهنځیو محصلین او هم یې عام خلک له نوم سره اشنا وي، هر چا ته د منلو وړ وي، په ټولو طبقو کې ښه خدمت کوي او د هر چا په زړه کې ځانګړی ځای لري…
چې د هغو له جملې څخه یو شیخ القرآن والحدیث شهید شیخ حسن جان مدني رحمه الله تعالی هم وو او له هغه وروسته بیا په پښتني ټولنه کې شیخ القرآن والحدیث شهید شیخ محمد ادریس ترنګزی رحمه الله تعالی وو چې هر قشر او کهول ترې استفاده کوله علماء کرام او طالبان یې په تدریس عاشقان وو، محصلین او عام خلک ( نارينه، ښځېنه، واړه او زاړه) ټول یې د وعظونو او تقریرونو مینوال وو؛
تر دې چې په کورونو، رکشو، مازداوو، ټیکسیانو… کې یې تقریرونه اوریدل کیدل ما له خپلو استادانو اوریدلي چې شیخ صاحب په وړه دوره کې په نړۍ کې ریکارډ لري د نوموړي درس ته په وړه دوره کې تر درې زره پورې طالبان کیناستل چې تر اوسه دومره شاګردان څوک نه لري او په لویه دوره کې یې شاګردان بیا له هیچا پټ نه دي.د اکوړي په حقانيه او د چارسدې په نعمانيه کې في الحال له ۲۵۰۰ زرو زيات طالبان د نوموړي درس ته کېناستل.
يوه ورځ يې ويل: مور مې راته وايي: وا بچيه! دا څه کوې، چې په نيمه شپه کور ته راځې، ټوله ورځ خو مصروف يې، د شپې هم نه فارغېږې؟ ما ورته وويل: خو تاسې راباندې ادريس نوم ايښی دی، چې درس يدرس تدريس څخه راخيستل شوی…
متأسفانه!
چې پرون دغه تشه(خلا) رامنځته شوه بیا به هیڅکله دغه تشه ډکه نشي.
ما ته هغه مشهور حدیث شریف رایاد شي چې رسول الله تعالی صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې الله تعالی له چا سره مینه شروع کړي نو جبرائیل علیه السلام راوغواړي او ورته ووایي زه له پلان سره مینه لرم نو ته هم ورسره مینه وکړه جبرائیل علیه السلام هم د هغه سره مینه شروع کړي بیا جبرائیل علیه السلام په اسمانونو کې اعلان وکړي الله تعالی له پلان بنده سره مینه لري تاسو ټول ورسره مینه وکړئ بیا د اسمان ټولې ملائیکې( له دغه بنده سره) مینه شروع کړي بیا په ځمکه کې د هغه لپاره قبولیت او مینه کېښودل شي.(صحیح مسلم)
شیخ محمد ادریس رحمه الله تعالی هغه څوک وو چې د دغه حدیث شریف ښکاره مصداق وو د الله تعالی او د هغه د ملائیکو مینه خو الله تعالی ته معلومه ده؛ خو موږ بیا د ځمکې پر سر د شیخ صاحب سره د الله تعالی د بندګانو مینه په خپلو سترګو لیدلې ده او هیڅوک ترې انکار نشي کولی.
یوه ورځ د څو ملګرو سره د شیخ صاحب مدرسې ( دارالعلوم نعمانیه اتمانزو، چارسدې) ته دستاربندۍ ته ورغلو؛
په جلسه کې دومره مخلوق وو چې په مسجد کې د ناستې ځای نه وو موږ د باندې په هدیره کې کښېناستو.
دا چې د پېښور، چارسدې، اکوړه خټک او د خيبر پښتونخوا زياتره سيمو خلک د مدرسې د علماء کرامو او طالبانو سره بې کچې مينه لري چا چې هلته وخت تېر کړی وي هغو ته درک لګيږي.
د شیخ صاحب له طالبانو سره د چارسدې شریف ولس دومره مینه درلودله چې خپل جوماتونه، حجرې، تر دې چې ځینې وختونه به یې دکانونه ورته خالي کول او طالبانو به د مسافرۍ شپې پکې سبا کولې د دستاربندۍ په ورځ به هم فاضلانو د خلکو په جوماتونو ، کورونو او حجرو کې د مېلمنو لپاره ډوډۍ تیاروله.
زموږ فاضل ملګري هم په یو مسجد کې مېلمستا جوړه کړې وه ادرس یې راکړی و په رکشه کې کښېناستو د بازار په لور مو حرکت وکړ له موټروان مو پوښتنه وکړه پلان ځای چېرته دی؟ هغه وویل: اندېښنه مه کوئ چې زه په اډه کې دغه نوره سپارلي کوزه کړم تاسې به هماغه ځای ته ورولم هماغسې یې وکړل عجیبه لا دا وه چې د ملګري ځای ته د ورتګ یې جلا کرایه هم وانخیسته او په ډېره مینه یې رخصت کړو.
د چارسدې د ولس د طالبانو او علماءکرامو سره مینه په حقیقت کې د شیخ صاحب سره مینه وه چې الله تعالی د دوئ په زړونو کې دغه مینه ټوکولې وه.
د لیکنې د اوږدوالي له امله نور تفصیل نه ورکوم.



