هغه قوانین چې موږ ترې ناخبره یو!

دکتور: اظهارالحق عزیز
انسان د خپل ژوند په اوږدو کې هره ورځ له بېلابېلو بدلونونو سره مخامخ کېږي او د داسې قوانینو تر اغېز لاندې ژوند کوي چې موږ یې له حقیقت او څرنګوالي نه یو خبر.

د انسان د #ویښې_حالت خپل قوانین لري او د #خوب_حالت بیا بېل قوانین؛ هغه قوانین چې موږ یې نه پېژنو.

له همدې امله، کله چې انسان ویده شي، داسې څه ویني چې د ویښې عقل او عادي قوانینو سره سمون نه خوري. کله له هغو کسانو سره خبرې کوي چې کلونه مخکې له دې نړۍ تللي وي، کله ځان ویني چې له لوړ غره لوېږي، خو هېڅ زیان نه ورته رسېږي، کله داسې احساس کوي چې د نړۍ تر لرې کونجه پورې ځي او په څو شېبو کې بېرته راګرځي.

انسان دا ټول په خوب کې ویني، حال دا چې سترګې یې پټې وي. ګرځي، خو پښې یې پر خپل ځای پرتې وي. خبرې کوي، خو ژبه یې نه خوځيږي. کله ځان په عذاب کې ویني او کله د نعمتونو په منځ کې.

دا ټول بدلونونه یوازې په یوه لنډه شېبه کې رامنځته کېږي؛ یعنې د ويښې له قانون څخه د خوب قانون ته انتقال، چې ښايي له یوې دقیقې هم کم وخت ونیسي.

د انسان انتقال له ویښې څخه خوب ته، د هغه له ژوند څخه مرګ ته له انتقال سره ډېر ورته والی لري؛ خو د دواړو قوانین یو شان نه دي. د ویده انسان روح د راویښېدو پر مهال بېرته بدن ته راګرځي، خو د مړي روح یوازې د #قیامت په ورځ خپل بدن ته راستنېږي.

الله تعالی فرمايي: ﴿اللَّهُ يَتَوَفَّى الأَنفُسَ حينَ مَوتِها وَالَّتي لَم تَمُت في مَنامِها فَيُمسِكُ الَّتي قَضى عَلَيهَا المَوتَ وَيُرسِلُ الأُخرى إِلى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ في ذلِكَ لَآياتٍ لِقَومٍ يَتَفَكَّرونَ﴾ [الزمر: ٤٢].
الله پاک روحونه د دوى د مرګ پر مهال قبضوي، او هغه روحونه د دوى د خوب پر مهال (قبضوي) كوم چې نه وي مړه شوي، نو (بيا) الله پاک هغه روحونه ايساروي په كومو باندې يې چې د مرګ فيصله كړې وي، او نور روحونه (چې د خوب پر مهال يې قبض كړي وي) تر ټاكلې نېټې پورې (د مرګ تر وخته خپلو بدنونو ته) راخوشې كوي. يقينًا په دغه (ذكر شوي بيان) كې د داسې قوم لپاره (د كامل قدرت) دلايل (نښې) دى كوم چې (پکې) #فکر او تدبر كوي.

او رسول الله ﷺ فرمایلي دي: قسم په هغه ذات چې زما روح یې په واک کې دی! تاسې به هماغسې مړه کېږئ لکه څنګه چې ویده کېږئ او هماغسې به بیا راژوندي کېږئ لکه څنګه چې له خوبه راویښېږئ او بيا به د خپلو عملونو حساب ورکوئ.

د انسان دا انتقال، له يو قانون څخه بل قانون ته، په داسې ډول ترسره کېږي چې هېڅ انسان یې پر څرنګوالي نه پوهېږي.
دا له یوه حالت څخه بل حالت ته بدلون او بیا بېرته لومړي حالت ته راګرځېدل، ټول هغه قوانین دي چې حقیقت یې زموږ له پوهې پټ دی، سره له دې چې هره ورځ پر موږ تطبیقېږي او زموږ پر ژوند اغېز کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button