وروسته له هغه چې امریکا د سوریی یوه جنګي الوتکه وویشته، روسیې امریکا ته ګواښ کړی چې د فرات په لویدیځه سیمه کې به امریکایي الوتکې وولي.
مسکو ویلي چې د امریکا او روسیې ترمنځ هغه اړیکه چې چې سؤتفاهم د مخنیوي له پاره رامنځ ته شوې اوس په موقتي توګه بندیږي.
دا پداسې حال کې ده چې له یاد برید وروسته ایران هم په سمدستي توګه خپل بالیستیک توغندی د سوریې په لور توغولی.ایران ویلي دي چې له دې سره یې د سوریې په دیر الزور سیمه کې د اسلامي دولت ډلې په نښه کول ول.
پنتاګون د یکشنبې په ورځ ویلي ؤ چي امریکايي ځواکونو یوه سوریایي جټ الوتکه ویشتلې ده. امریکا د دې کار علت داښودلی چې دغه الوتکې تر پیښې مخکې پر هغو ځواکونو باندې بمبارۍ کړې وې چې د اسلامي دولت پر ضد جنګږیږي او امریکا يې ملاتړ کوي.
سوریې او روسیې د امریکا متحدو ایالاتو دغه عمل د سوریې د خپلواکمنۍ تر پښو لاندي کول او د تعرض یو عمل بللی دی.
د روسیې د دفاع وزارت په یوه بیانیه کې ویلي دي ”د ملګر ملتونو د یوه قانوني غړي هیواد پر ضد د امریکا متحدو ایالاتو د الوتکو وار وار پوځي اقدامات، چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې په پلمه کیږي، د نړیوالو قوانینو واضیح تر پښو لاندي کول دي. دا په حقیقت کې پر سوریې باندې پوځي تعرض دی.“
روسیه د سوریې رژیم په ملاتړ په سیمه کې الوتکې، ځمکني ځواکونه او پر مختللي هوایي دفاعي سیستمونه لري.
امریکایي چارواکو ویلي دي چې هڅه کوي له روسیې سره اړیکه بیا ټینګه کړې او د دغه شان پیښو مخه په راتلونکې کې ونیسي.
شنونکي وایی چې دواړه هیوادونه د سوریې په شخړه کې خپلې موخې لري او هر لوری غواړي خپل مقابل طرف په همدې خاوره وځپي.


















