امریکايي ورځپاڼه، نیویارک ټایمز وايي افغان حکومت له طالبانو نه د ملا رسول په مشرۍ جلا شوې ډلې سره مرسته کوي.
نیویارک ټایمز د دولتي چارواکو له خولې لیکلي دي چې حکومت د ملا رسول له ډلې سره په پټه د وسلو، پیسو او نورې مرستې کوي. نیویارک ټایمز هلمند ولایت د یادو مرستو ښکاره نمونه بللې ده.
تېره اونۍ طالبانو د هلمند ولایت په ګرشګ ولسوالۍ کې د سنګوریانو په نوم په هغې ډلې سرتېری برید وکړ چې څه موده وړاندې په یاد ولایت کې جوړه شوې. د سنګوریانو د ډلې ډېری غړي د منان نیازي له ډلې دي چې مشري یې د ملي امنیت له لورې ترسره کېږي.
د طالبانو ویاند، قاري محمد یوسف احمدي هم نیویارک ټایمز ته ویلي دي کومې ډلې باندې چې موټر بم برید شوی دی یو نظامي واحد دی چې ملي امنیت روزلي دي او له طالبانو سره هېڅ اړیکه نه لري.

له بلې خوا، ملا عبدالمنان نیازی له خپلې ډلې سره د حکومت مرسته ردوي او وايي ”طالبانو پر موږ ځکه موټر بم برید وکړ چې له موږ نه وېره لري“.
نیازی وايي، ډلې یې په غور او فراه کې هم پر طالبانو بریدونه کړي دي.
منان نیازی زیاتوي ”موږ د دې سیمو اوسېدونکو ته ویلي دي چې طالبان په خپلو سیمو کې پرېنږدي او که څوک له طالبانو سره په مرسته کولو ولیدل شول کورونه به یې وسوځول شي“.
یوه سرحدي سرتېري د نوم نه ښودو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي، د لشکرګاه په دروازو کې له طالبانو یوه جلا شوې ډله پرته ده چې د ملې امنیت له لورې روزل شوي دي. سرتېری زیاته کړې چې ”ملې امنیت هره میاشت لږ تر لږه ۱۵۰-۳۰۰ ډالره دوی ته د معاش په توګه ورکوي. د دې تر څنګ وسله او موټر هم ورکول کېږي“.
نیویارک ټایمز په هرات ولایت کې هم د ملا رسول ډلې د جګړې په اړه لیکي چې د دې ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملا رسول قومندان ننګیال له طالبانو سره په جګړه کې ماتې وخوړه.
د شینډنډ پخواني ولسوال عبدالحمید نور ورځپاڼې ته ویلي ”ننګیال مات شوی و او حکومت ته تسلیم شو. حکومت له ده سره د خپلو جنګیالیو په بیا راپورته کولو کې مرسته وکړه او د طالبانو په وړاندې یې بېرته جګړې ته راوست“.
د دې ولسوالۍ یوه بل ولسوال ورځپاڼې ته ویلي ”دولتي ځواکونه د ملا رسول ډلې سره مرسته کوي، دوی د دولت تر لاس لاندې سیمو کې په ازاده توګه عملیات کوي“.
یو بل چارواکی بیا وايي چې موږ او ملا رسول ډله په یو او بل کار نه لرو. د ادرسکن ولسوالۍ ولسوال، لعل محمد عمرزی نیویارک ټایمز ته ویلي ”موږ د ملا رسول له ډلې سره مستقیمې اړیکې نه لرو خو له دوی سره جګړه هم نه کوو. نه دوی له موږ سره مخ کېږي او نه موږ ورسره مخ کېږو“.
بل خوا دولت هم د عبد المنان نیازي په څېر له یادې ډلې سره مرسته کول رد کړي دي. د دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش د نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور رد کړى او ويلي يې دي چې افغان حکومت له هېڅ کومې وسله والې ډلې سره همکاري نه کوي.
تر دې وړاندې هم د ملا رسول له ډلې سره د دولت د مرستو راپورونه ورکول شوي و.

د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر مجاهد د مړینې له اعلان وروسته د ملا محمد رسول او منان نیازي په مشرۍ یوې کوچنې ډلې د ځینو کړیو په خوښه له طالبانو سره پرېکون اعلان کړل او ځان ته یې نوې ډله جوړه کړه.


















