د اوکراين د يوې الوتکې لوېدو پېښه کې ۷ افغانان وژل شوي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین ۱۳۹۴ لړم ۲۴
غربي رسنيو ويلي دي، چې د اوکراين د يوې ملکي هليکوپتر لوېدو پېښه کې د ۷ افغانانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي.
د اوکراين دغه الوتکه په سلواکيا هېواد کې لوېدلې ده.
رويټرز خبري اژانس ليکلي دي، چې دغه الوتکه تېره ورځ د سلواکيا فضا ته له ننوتو وروسته لوېدلې ده.
ياد اژانس زياته کړې ده، چې د الوتکې ټولې ۷ تنه سپرلۍ افغانان و او اتم وژل شوی تن د الوتکې پيلوټ و.
راپور وايي، له هغو اسنادو، چې د پېښې له ځايه ترلاسه شوي، مالومېږي، چې وژل شوي ټول افغانان دي، په دوی کې ۵ تنه نارينه دي او دوه نورې مېرمنې دي.
د سلواکيې چارواکو د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې مسؤولو کسانو همغه وخت چې يوه ناپېژندل شوې الوتکه ولوېده، د هغې لټون پيل کړ، خو د لړې د ډېروالي له امله الوتکه وروسته وموندل شوه.
د سلواکيا د کورنيو چارو وزارت ويلي دي، ايم آی -۲ هليکوپتر چې د اوکراين نښان پرې لګېدلی و، په خرابه هوا کې يې ټيټ الوت کاوه، شايد له دې امله چې کشف نه شي.



