کابل ټکی کام ۲۶عقرب/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د امريکا دفاع وزارت يا پنتاګون ويلي دي، چې د امريکا حکومت په پام کې لري، په سوريه او يمن کې د جګړې په اوږدو کې د هوايي بريدونو لپاره سعودي عربستان ته د ۱،۲۹ ميليارد ډالرو وسله ورکړي.
راپور وايي، په دې اړه د امريکا کانګرېس ته خبر ورکړل شوی دی او کانګرېس به د يوې مياشتې په موده کې په دې اړه خپله پرېکړه واوروي.
راپور زیاته کړې ده، اټکل کېږي په دغو پيسو به نږدې ۲۲ زره بمونه جوړ کړل شي، چې ۱۰۰۰GBU-10 Paveway ډوله بمونه به هم په کې وي، دغه بمونه د لايزر د وړانګو په مرسته هدف په ګوته کوي.
سعودي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.


















