سرلیکنه
تېره ورځ په فرانسه کې په يوه کنسرت وسلوال بريد وشو او دهغه بريد سره هم مهاله په نورو ځايونو کې هم چاودنې وشوې. دفرانسې رسنيو په بريد کې تربريد وروسته د۱۲۰تنو وژنو اعلان وکړ.کيدای شي دوژلو شوو کسانو شمېر نور هم زيات وي .
دفرانسې امنيتي چارواکو په دې بريد کې دوسلوالو کره شمېر څرګند نه کړ ، خو هغه کسان چې له کنسرته يې ځانونه دمرګ له وېرې ايستلي دي وايي، چې بريد ګر زيات وو او کنسرت په خوا کې يې ډزې پېل کړې. دفرانسې پوليسو دبريد پرمهال ځانونه دپېښې ځالې ته نه دي رسولي او په دوامداره ډزو دکنسرت تالار کې مړي يو پربل پراته ښودل شوي دي.
دفرانسې دبهرنيو چارو وزير “مانوئل والس” دشوي بريد په اړه ويلي، چې ددې بريد طرحه په سوريه کې جوړه شوې وه ، چې ترشاه یې دپټو اهدافو څخه به وروسته رسنيو ته کره معلومات په لاس ورشي.
دفرانسې امينتي پوليسو دبريد طرحه کوونکي يو تن صلاح عبدالسلام ياد کړی؛ ويلي يې دي ، چې عمر يې تقريبا ۲۶کاله او په برکسل کې زيږدلی دی. پوليسو يې په اړه نظر ورکړی، چې شايد دهغه دريو بریدګرو څخه یو وي؛ چاچې دمخه په فرانسه کې دباتلاکلا پرصالون بريدکړی وو او يو تن بريد ګر يې وژل شوی و . دپاتې دوو بريدګرو پسې لټون روان و ،اوس چې دفرانسې پوليسو شکمن صلاح عبدالسلام ددې بريد عامل بولي، خو تربريد مخکې صلاح شکمن نه و اعلان شوی. دفرانسې دبهرنيو چارو وزير رسنيو ته ويلي، چې مونږ ديوې ترورستي ډلې سره نه؛ بلکې دترورست پوځ مقابلې ته ځان برابر وو. دا وينا (والس) هغه وخت وکړه کله چې داعش دفرانسې دبريد مسؤليت په خپله غاړه واخيست ، دفرانسې په کنسرت د بريد اهداف څه دي ، دا به وروسته څرګنده شي خو په تيرو تجربو ويلی شو چې په امريکا کې پرتجارتي مرکز دبريد څخه بايد اسلامي هيوادنه عبرت واخلي چې بريد کې يو افغان هم برخه نه درلوده. بريد دمخه طرحه شوی او امريکايي پوليسو په هوايي ځواک يې هيڅ ډول مخه ونه نيوله خو دبريد نتايج دافغانستان اشغال ووت.
امريکا اسرائيل او ددوی اتحادي هېوادونه په اسلامي هېوادونو ديرغل او بريدونو د زميني برابرولو لپاره لاس یو کړي اوس اشاره سوريې ته ده او کيدای شي بل اسلامي هېواد هم دافغانستان په څېر په نظر کې نيول شوی وي ، چې ددې بريد پايلې به ديو بل اسلامي هېواد داشغال ثابت کړي ، ځکه خو داسلامي نړۍ داشغال لپاره داعش نړيوال ګرځول شوی دی.

















