کابل ټکی کام ۲۶عقرب/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د افغانستان ګډ حکومت په اسلام اباد کې خپل نوی سفير ټاکلی دی.
اسلام اباد کې د افغانستان نوی سفير د ولمسشر اشرف غني اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال ټاکل شوی دی.
زاخېلوال د ټولنيزو اړيکو پر پاڼه (فېسبوک) د دغه خبر پخلی کړی دی؟
له زاخېلوال وړاندې جانان موسی زي په پاکستان کې د افغان سفير په توګه دنده ترسره کوله.
عمر زاخېلوال ليکلي دي، چې ډېر ژر به پاکستان کې د نوي افغان سفير په توګه دنده پيل کړي.


















