خوږو ته خواږه ، ترخو ته ترخه

ویسا:

امريكايي منطق هر افغان ترهګر بولي

سیاسي شنونکی:

نو ځکه اصیل افغاني منطق هر امریکایی ښکیلاکګر بولي.

هیواد:

آيا د هېواد برخليك كرايي قاتلانو ته سپارل كېږي؟

سیاسي شنونکی:

وایی: کامه ورانه شوه بیړا اوس خبر شو، د هیواد برخلیک خو ۱۶ کاله مخکې کرایی قاتلانو ته سپارل شوی دی.

ارمان:

د ژغورنې لپاره؛ د يوې ملي ارادې پر بنسټ د يوه رسا غږ انتظار!

سیاسي شنونکی:

او هغه : الجهاد الجهاد الجهاد، الله اکبر الله اکبر الله اکبر

اراده:

عطا محمد نور پر ترخه حقيقت اعتراف كوي

سیاسي شنونکی:

خو وروسته له هغې چې ترخې ترخې څپیړې یې پر مخ وخوړې.

ویسا:

آيا په ريښتيا افغانستان تر عراق په ښه حالت كې دى؟

سیاسي شنونکی:

حتما! ځکه چې افغانستان کې چارواکي خپل جیبونه ډکوی او عراق کې دولتي خزانه.

د چارو شنونکي:

امریکا د طالبانو هغه مشران وژني چې د سولې خبرو ته لېواله دي

سیاسی شنونکی:

نو بیا یې حکمتیار ولې مړ نه کړ، اکبر اغا ولی ژوندی ګرځی او ملا نیازی ولې په ډرون نه ولي، د درواغجن مخ دې تور وي.

پخوانی و لسمشر مشر حامدکرزى:

امريکا دې د ترهګرو په پلمه د افغانانو له وژنې لاس واخلي

سیاسی شنونکی:

کرزی صیب خفه هم نشی، امریکایانو خو تاسې راوستې د افغان وژنې لپاره دي نو بیا ولې خلکو ته په سترګو کې خاورې شنیدئ؟

افراد نزدیک به جنرال دوستم :

مذاکرات دوستم با ارگ ریاست جمهوری جریان دارد و به زودی به کشور بر می‌گردد

تحلیلګر سیاسي:

دروغې که نه دُم دارد و نه هم شاخ.

مسلمیار د ننګرهار:

په ننګرهار کې د هدفي وژنو په مقابل د کشفي ادارو بې غوري د منلو نه ده

سیاسی شنونکی:

او ته سره له غټې ږیرې د استکبارچیانو په غلامۍ کې بوخت یې چې دا هم د منلو نه ده.

۸صبح:

اصابت هاوان بر یک منزل در فاریاب ۱۳ فرد ملکی را کشت

تحلیلګر سیاسی:

برو خیر است که زیاد کشته نشده است. اینقدر خو هر روز کشته میشه آخر دموکراسي است.

ايا ننګرهار د طالب او داعش د يوه بل ټكر پر درشل ولاړ دى؟

سیاسي شنونکی:

حق او باطل خو تل د یوه بل ټکر په درشل ولاړ وي.

۸صبح:

نیازی به تشکیل یک جبهۀ نیرومند سیاسی ملی

تحلیلګر سیاسی:

جبهه قیام ملي مسلح مردم متدین افغانستان

ویسا:

توندلاري او منځلاري په يوه ژوند شموله جزر او مد كې

سیاسی شنونکی:

او امریکایان او غلامان یې په یوه ژوند شموله نایټ کلبونو او شرابخانو کې.

هیواد:

د طالبانو غوښینه برخه سولې ته لېواله ده

سیاسي شنونکی:

او د مزدور دولت غوښینه برخه غلامۍ ته لېواله ده

اصلاح:

افغان جګړه، د امريكا ګونګ سياست او نامعلوم برخليك

سیاسي شنونکی:

افغان جهاد، د امریکا ماته خوله، او ویزې زر زر واخلئ، نوره منډه ده او وروسته نجنۍ کونډه ده، له خیره .

حکمتيار:

د ناټو ماموريت د روسانو په څېر ناکام دی او روسان زړه تګلاره تعقیبوي

سیاسي شنونکی:

خو ستا له ماموریته به یو څه ښه وي حکمتیار صیب. ځکه ستا خو نه زړه لاره معلومه ده او نه نوې، بس د اور پیشو یې چې هرې خواته منډې وهې هغه ځای دې په غم ککړ کړی وي. خفه هم نشې نو.

وزارت مهاجرین:

دولت آلمان روند اخراج اجباری پناهجویان افغان را توقف داد

تحلیلګر سیاسی:

درین هم دست آی ایس آی دخیل است!!!

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button