سي پي ال: راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۳): افغان لوبغاړی راشدخان د کارابين کرکټ ليګ سياليو په لړ کې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

نوموړي په لومړي ځل د سي پي ال په لوبو کې دوه لوبغاړي وسوځول.

د راشد خان لوبډلې امازان واريرز ته په شل اورونو کې ۱۵۲ منډو هدف وټاکه، چې واریرز لوبډلې دغه هدف په په وروستي اور کې پوره کړ او په لومړي ځل يې په دغه سياليو کې لوبه وګټله.

راشد ارمان يې ځکه د لوبې غوره لوبغاړی ونومولو چې په څلورو اورونو کې يې يواځې نهه منډې ورکړې، چې دا په دې لوبو کې تر ټولو کمې منډې دي چې يو بالر يې ورکوي، دغه راز دوه لوبغاړي يې  هم وسوځول.

واريرز لوبډلې تر دې مخکې دوه لوبې کړي، چې دواړه لوبې بايللي او د محمد نبي لوبډلې سنټ کېټس ترې ګټلي دي.

دا لومړی ځل دی چې دوه افغان لوبغاړي د کارابین کرکټ لیګ سیالیو کې لوبیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button