“امريکا دې له افغانستانه خپل پوځونه وباسي”

راپورتاژ: الماس خدرخېل ——

روسيې ويلي، په افغانستان کې د امريکا نظامي ماموريت له ناکامۍ سره مخ شوی او بايد له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسي.

د افغانستان لپاره د روسيې ځآنګړي استازي ضمير کابلوف له يوې روسۍ ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ويلي، چې تر دې مخکې روسيې له امريکا دغه ډول غوښتنې نه دي کړي، دا چې امريکا په افغانستان کې هيڅ لاسته راوړنه نه لري، نو بايد له دغه هېواده ووځي.

نوموړی وايي، په افغانستان کې د امريکا نظامي ماموريت له ماتې سره مخ دی او زياتوي که حالات همداسې روان وي، نو دغه هېواد به د لا ډيرو ترهګرو د راپيداکېدو ځای شي.

کابلوف، په داسې حال کې د افغان جګړې د خصوصي کولو په اړه مخالفت څرګند کړی، چې څو ورځې وړاندې د بليک واټر خصوصي پوځي شرکت مشر ولسمشر ټرمپ ته وړانديز کړی چې د افغان جګړه وروسپاري.

د نوموړي په باور چې د افغانستان جګړه قراردادي پوځيانو ته ورکول بې ګټې کار دی او په خبره يې چې روسيه د دغه کار مخالفه ده.

د روسيې ځانګړی استازی وايي، چې د خصوصي کمپنيو عسکر د جګړې پر مهال تېښته کوي، ځکه چې د پيسو په بدل کې دندې کوي او په وينا يې چې دوی د طالبانو سره جګړه نه شي کولی.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې راپورونه ورکول شول، چې د بليک واټر مشر ايريک پرنس د افغان دولت له لوړ رتبه چارواکو سره هم په دې اړه غږېدلی دی.

خو افغان حکومت وايي، چې امريکا ورسره تر دې دمه دا موضوع نه ده مطرع کړې.

تر دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمير نورو ادارو امريکايي خصوصي شرکتونو ته د افغانستان د جګړې ورسپارلو مخالفت څرګند کړی دی.

کرزي ويلي و،که د امریکا له خوا د افغانستان د جګړې مسوولیت خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي، دا کار به په روښانه توګه د هېواد له ملي حاکمیت او اساسي قانون سره  په ټکر کې وي.

د هغه په باور، د جګړې خصوصي کول به په افغانستان کې جګړه اوږده کړي، د بې‎ګناه خلکو وژل  او خپل سري به لا زياته شي.

له بله خوا د امريکايي نيشنل انټريسټ خپرونې په يو تازه مطلب کې ليکلي، چې که افغانستان ورانول غواړئ اجير سرتيري ورواستوئ.

د لیکوال په وينا، افغانستان ته د جګړې لپاره د خصوصي شرکتونو د عسکرو استول سم نه دي او زياتوي چې دا به ښې پايلې ونه لري.

د بليک واټر د خصوصي پوځي کمپنۍ ځواکونو مخکې په افغانستان او عراق کې دندې ترسره کړي، چې په بې ګناه قتلونو، د عامو خلکو په زورونو، خصوصي زندانونو او په ځينو نورو جرمونو تورن بلل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button