امریکا: په یوه پارک برید شوی، تر ۲۰ ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د امریکا په ویسکانسین ایالت کې په یوه تفریحي سیمه کې وسله وال برید شوی دی چې ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
د اسوشیتیدپرس آژانس ویلي چې یو ۲۰ کلن بریدګر توانیدلی چې د خلکو ګڼې ګوڼې ته ننوځي او د زرګونو خلکو په منځ کې ډزې وکړي.
د بریدګر په مخامخ ډزو کې ۳ تنه وژل شوي کې او تر ۲۲ نور ټپیان دي.
عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې برید کوونکو دوه تنه ځای په ځای ووژل او یوتن بیا روغتون له رسیدو سره سم د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د دې ایالت پولیسو ویلي دي چې د برید کوونکي هویت ورته معلوم شوی، او له برید وروسته سمدلاسه له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي.
پولیسو د بریدګر نوم ندی په ډاګه کړی خو ویلي یې دي چې بریدګر تورپوستی شل کلن ځوان ؤ.
د برید د انګیزې په باب تر اوسه څه ندي ویل شوي



