داعش ډلې په یوه ویډیو کې د ترکیې ولسمشر ګواښلی دی

کابل ټکی کام ۰۱لېندۍ/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر
د ترکیې چاپ ملیت ورځپاڼې د یوه راپور له مخې چې داعش ډلې د دغه هېواد ښاغلی ولسمشر «رجب طیب اردوغان» په یوه ګواښونکې ویډیو کې ګواښلی دی.
په راپور کې را غلي دي چې په دغه ویډیو کې د دغه هېواد د جمهوریت بنسټګر «مصطفی کمال اتاترک» او ولسمشر «رجب طیب اردوغان» او د عدالت او پراختیا د ګوند سپکاوی هم شوی دی.
د ترکیې دولت له هغه ائتلاف سره یو ځای والی ښودلی دی، چې په سوریه او عراق باندې بمبارد کوي، او د خپلو متحدانو په وړاندې یې (چې په داعش ډله پورې تړلي دی) خپل سیاست بدل کړی دی.
د یادولو ده چې د اکتوبر په ۱۰مه نېټه باندې د انکارا له حملو وروسته چې ۱۳۲تنه پکې ووژل شول، د ترکیې دولت پر داعش ډله باندې حملې زیاتې کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button