کابل: موسهي نومې ولسوالۍ کې اربکیانو یو عام سړی وواژه
کابل ټکی کام صلاح الدین
د کابل ولایت څخه همکار خبر را کوي چې د موسهي ولسوالۍ اړوند د میاخېلو په کلي کې وړمه شپه اربکیانو او ځايي استخباراتي کړیو یو بې ګناه ملکي وګړی په مرموز ډول وژلی دی.
په سیمه کې زمونږ همکار د ځايي خلکو په استناد وايي چې د وژل شوي سړي نوم « امیر ګل» دی، او په هیڅ کومې ډلې پورې نه وو تړلی، خو یو اربکي قمندان د امیرګل جرم دا ښودلی دی چې د طالب جنګیالیو د مخکښ قومندان عبدالمنان چې د جلال الدین حقاني قومندان وو، ورور وو.
ځايي خلکو زمونږ همکار ته د اربکیانو له وحشتونو څخه سر ټکولی دی، او ویلي یې دي چې دوی یې تر پوزې پورې راوستي دي.
د یادونې وړ ده په یاده سیمه کې څه موده وړاندې هم یو کس د «محمد» په نامه له طالبانو سره د ملګرتیا په تور د ځايي اربکیانو له لورې په مرموز ډول ووژل شو.



