بیړنۍ خبر: کابل کې یوې تکتیکي چاودنې د شپږو پولیسو ژوند واخیست

کابل ټکی کام صلاح الدین ۱۳۹۴ لېندۍ ۰۲
د کابل قلعه چي ساحه کې یوه ماین د ۵پولیسو په شمول د یوه قوماندان ژوند واخېست.
له کابل ولایت څخه همکار خبر را کوي چې نن سهار ۹:۲۰ بجې د کابل په اتمه حوزې سره د کابل-ګردېز په لویه لاره په قلعه چي نومې ساحه کې په پاخه سړک یو ځای پر ځای شوی ماین چاودنې سره د شپږو پولیسو ژوند واخیست.
زمونږ همکار وايي چې په وژل شویو کې د پولیسو مهم قمندان هم شامل دی، چې طالبانو ته مطلوب کس و.



